د ملګرو ملتونو د امنيت شورا استازي او د افغانستان په سهيلي حوزه کي د يادي ادارې مشر او ورسره پلاوي په کندهارکي د پلټونکو عملياتو وروسته د روان امنيتي حالت د څېړني په موخه کندهار ته سفر وکړ.
ياد پلاوي له غرمې ورسته د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل او د کندهار ښار او ولسواليو اوسنۍ امنيتي حالت يې ښه وباله ولي يوازينۍ ستونزه چي پلاوي د ځان لپاره ديوې ليې ننګوني په توګه ياده کړل هغه د سړک غاړي بمونه دي چي ډير وختونه ورڅخه د افغان دولت وسله وال مخالفين ګټه پورته کوي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په خپلو خبرو کي په دې ولايت کي امنيتي حالت د د خپلو لومړنيو ورځو او مياشتوپه پرتله اوسنۍ حالت ښه ياد کړ ځکه دده په وينا چي حتى د روان زېږېديز کال په لومړيو مياشتو کي هم د دولت وسله وال مخالفين د کندهار په نژدې ولسواليو پنجوايي او ارغنداؤ کي ډېر فعال ول چي اوس يې ټول پټنځايونه له منځه تللي دي .
کندهار والي له ياد پلاوي سره په ليدنه کي د ملګرو ملتونو د مرستو په اړتيا ټينګار وکړ خو په کندهار کي د هغوى له خوا د څلورمي امنيتي مرحلې اعلانول غير عادلانه وبلله .
هغه وويل چي دوى په کندهار ولايت مقام کي اوونيز امنيتي او پرمختيايې مجلسونه لري او دملګرو ملتونو استازي که چيري غواړي د امنيتي او پرمختيايې چارو په اړه معلومات تر لاسه کړي نو په يادو مجلسونو کي دي ګډون وکړي خو په يوه شرط چي ګډون کوونکى استازى بايد تصميم نيوونکى وي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه