د هسپانيې صدراعظم لويس زاپاتيرو پرون په يوه نا اعلان سوي سفر افغانستان ته راغى.
نوموړي له ولسمشر کرزي سره تر خبرو وروسته په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د هيواد عسکر به يې تر هغه وخته په افغانستان کي پاته وي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د خپل ملک د امنيت چاري ورسپارل سي.
د هسپانيې د صدراعظم د ناڅاپي سفير نور جزيات تر اوسه نه دي په ډاګه سوي چي د نوموړي د سفر اصلي موخه څه وه.
هسپانيه په افغانستان کي ١٥٠٠ عسکر لري چي له ٢٠٠٢ کال راهيسي يې ٩٢ پوځيان په افغانستان کي له لاسه ورکړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه