کور / تازه خبرونه / کندهار : په دامان ولسوالۍ کي غله نيول سوې دي

کندهار : په دامان ولسوالۍ کي غله نيول سوې دي

د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې د غلو پينځه کسيزه ډله چي له زياتي مودې راهيسي يې په سيمه کي د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړی و، له پوليسو سره تر مخامخ جګړې وروسته د هغوى درې تنه تښتېدلي، يو تن مړ او يو تن ژوندی نيول سوى دى .
د دامان ولسوال سراج الدين خان وايي تېر ماښام نږدې اته نيمې بجې د دامان ولسوالۍ په سره کلا نومې سيمه کي د پوليسو او غلو تر منځ مخامخ جګړه وسوه چي له مخالفينو يو تن ژوندی نيول سوی، درې تنه په تېښته بريالي سوي او د يو تن مړی پر ځای پاته دی .
د نوموړي په وينا چي دا هغه غله ول چې نه يوازي يې د سيمې خلکو ته ستونزي پيدا کولې ، بلکي د لويي لاري پر سر يې هم له خلکو پيسې اخيستلې او ځورول يې چې د دامان ولسوالۍ د پوليسو او د دامان د امنيه قوماندانۍ له خوا تعقيب او بالاخره ټول ګروپ يې له منځه ولاړ .