د امريکا ولسمشر باراک اوباما نن د جمعې په ورځ آسيا ته په لس ورځني سفر راځي.
سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما به د دې لس ورځني سفر لومړۍ شپه د هندوستان د ممبۍ ښار په هغه هوټل کي تېره کړي، چي دوه کاله دمخه تروريستي حملې ورباندي ترسره سوې.
په هغه حمله کي چي هدف يې د تاج په نوم هوټل او د يهودانو يو عبادتځاى وو، شاوخوا ١٦٠ کسان پکښي مړه سول، چي هند يې پړه د پاکستان پر لښکرطيبه ډلي واچوله.
هندوستان ته د ولسمشر اوباما د سفر موخه له دې هيواد سره پر سياسي، اقتصادي او امنيتي چارو باندي خبري کول دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي اوباما په پام کي لري چي د هندوستان سره اقتصادي تړونونه لاسليک کړي او همدا راز بۀ دى کوښښ وکړي، چي هندوستان په سيمه کي د چين د پرمختلونکي اقتصاد په وړاندي متوجه کړي.
باراک اوباما په پام کي لري چي په هند کي درې شپې پاته سي، چي وايي دا يې جمهوري رياست ته تر رسېدو وروسته تر ټولو ډېر وخت دئ، چي په يوه بهرني هيواد کي يې تېروي.
نوموړى به وروسته انډونيزيا ته ولاړ سي، چي په کوچنيوالي کي يې څلور کاله پکښي تېر کړي دي، همدا راز به ولسمشر اوباما له جنوبي کوريا او بيا جاپان څخه ليدنه وکړي.