د پښتونخوا ايالت په آدم خېلو دره کي د جمعې د لمانځه پر مهال د چاودني پر مهال لمونځ کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړني راپورونه ښيي چي په پېښه کي ٥٢ تنه مړه او ٥٥ ټپيان دي، چي ښايي د مرګ ژوبلي کچه تر دې هم لوړه سي.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين د مړيو شمېر ٤٠ ښودلى او وايي اتيا تنه ټپيان دي.
نوموړي پر حکومت ږغ کړى چي په سيمه کي امنيتي ځواکونه ډېر کړي چي له امله يې خلګو ته امنيت ټينګ سي.
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو معمولاً دغسي حملې د قبايلي طالبانو له خوا ترسره کېږي.