خدای شته زړه مې نه کيږې چې د خپلو ستونزو په اړه بيا خوله ورانه کړو. خو چې انسان د يوې ستونزې سره لاس او ګرېوان شي او څوک يې د لاسنيوي پيدا نشي نو ضرور يې ګيله کيږې.
دا چې د طب مجلې له نوم څخه ښکاري چې دا يو روغتيايې مجله ده او د هيچا سره په هيڅ سياسي جوال او خورجين کې نده. موخه يې يوازې روغتيايې خپرونې وي او دي او بس! چې همدا مو ځان ته جنجال او سر خوږي جوړ کړی چې د کوم خان لالا په دربار کې مو ځان ندې تړلې او نه ځان تړو. هر يو را ته د مرستې کولو سره جوخت وايې چې سر ليکنه به زموږ وي څوک وايې زموږ په خوښه به ليکنې خپروۍ څوک وايې زموږ يو څوخبرونه به خپروئ. او دا زموږ د وس نده پوره ځکه ستوان او شپيلي نه کيږي د سياست او روغتيا سره کلی او کور نه کيږي.
درنو هېوادوالو موږ د دوه عمده ستونزه سره لاس او ګرېوان يو. يوه ستونزه مو د طبي ليکنو کموالی دی، پدې مانا چې د ليکنې لپاره کوم ډاکټر صيب دروازه وټکوو او د طب مجلې کچکول ورته د مضمون د خيرات لپاره وړاندې کړو . نو خيرات راته ( وخت راسره نشته ) په کچکول کې واچوي. او بيا چې همدغه ډاکټر صيب سره کېښنې، افلاطون، سقراط او بقراط پخپلو شاګردانو کې هم نه شميري. هو دا ريشتيا ده چې د چا د ژوند مقصد ماديات شي نو د خدمت او ټولنيز ژوند نه يې زړه تور شي او يوازې د مادياتو د پيدا کولو په فکر کي وي او ټوله ورځ په همدې فکر د ورېځو اوښان جوړوي، هره ورځ د ځان د مشهورتيا لپاره لوحه بدلوي. کله د ځان څخه متخصص جوړ کړي. کله په لوحه د ۳۶۰ ناروغيو نومونه لکه د حکميانو وليکي او د ځان نه پروفيسور جوړ کړي ….
او که چا ته د مادياتو( روپيو ) لپاره کچکول وړاندي کړو. نو بيا خوخيرات غوښتل کفر دی ځکه خيرات غوښتل حرام دي. او نن صبا خو خيرات، صدقات، زکات او فطرانې هغه مجلو ته ورکول کيږې چې د خيرات په بدل کې پر ځان څه منلي شي. که نور هيڅ هم نه وي نو د لالا عکس خو ۲۰ متره په ۲۰ متروکې د مجلې په لومړي مخ د هغه د توصيف سره يو ځای خپرولي شي. او موږ دا کار نشو کولي.
په هر حال موږ چې په ۲۰۰۴ ز کال کې طب مجله د ځينې خواخوږو ډاکټرانو په مرسته پيل کړه نو خدای شته د اميدونو سره سره مو د مادياتو ستونزه پر ځان منلې وه چې زموږ خپرونه به ټکنۍ، ټکنۍ يانې مهالنۍ خپريږي. خو دا مو نه وه منلې چې د مادياتو د ستونزو سربېره به د مضامينو د قحط او وچکالۍ سره هم مخ شو. دا مهال هم د مضامينو او هم د مادياتو د قحط سره مخ يو.
دا خبره په زغرده کوو، موږ د لومړي سره د خداي په توکل او افغاني غرور او د خواخوږو په اميد پيل کړی دی. چا ته اسره نه کوو خو د چا د خيرات څخه مخ هم نه اړوو. هر راز مرستو ته ښه راغلی وايو.
دا مجله پخپل ځان کې يوازې روغتيايې ليکنې رانغاړې تر اوسه مو يوازې پينځه مهالنۍ ګڼې له چاپه راويستي دي مګر د څه مودې راپر دېخوا دغه خپرونه پدغسې ډالر باران وخت کې د اقتصادي ستونزو او معنوي ستونزو سره مخ ده او د چاپ جوګه نده. يانې تشه لاسه ته مې دښمن يې. که غواړئ چې نومړي با ارزښته خپرونه بېرته بيا په خپرونو پيل وکړي او افغانان ورڅخه په روغتيايې برخه کې ګټه واخلي نو دغه خپرونه پخپلو هر اړخيزه مرستو وژغورئ.
د لازياتو مالوماتو لپاره په لاندې برېښناليکونو او ګرځند نومرو اړېکې ونيسئ:
۰۰۴۶۷۳۵۹۱۹۸۱۳
۰۰۹۳۷۰۰۶۲۰۱۶۲
Teb.jbd@gmail.com
najibullahzakhilwal@yahoo.com
ستاسې د هر اړخيزه مرستو په هيله
د طب مجلې اداره