کور / تازه خبرونه / د پاکستان يوه الوتکه راولوېده

د پاکستان يوه الوتکه راولوېده

د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچي کي يوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې چي له امله يې ټول سپرلي وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي په الوتکه کي شاوخوا ٢٠ تنه ناست وو، چي يو کس هم ژوندى نه دئ پکښي پاته سوئ.
د سند د هوايي چلند ادارې ويلي چي الوتکي تر پرواز څو دقيقې وروسته سقوط کړى چي ښايي د رالوېدو علت يې په ماشين کي تخنيکي ستونزه وي.
چارواکي وايي دغه الوتکه د تيلو د يوه شخصي شرکت ملکيت وو، خو د ناستو کسانو په باب څه نه دي ويل سوي چي هغوى هم د دې شرکت کارکوونکي وو، که عادي سپرلي وو.