د لوی او بخښونکي خدای په نامه
ګرانو هېوادوالو! د افغانستان د ژغورنې (نجات ) جرګه چې د هېواد د نامتو سياستوال او ملي مبارز پروفيسر ډاکتر روستار تره کي په نوښت د يوشمېروطنپالو،روڼ اندوسوله غواړو افغانانو په ملتيا په هيواد کې د روان ملي ناورين د ختمېدا اورښتينې سولې دراوستو په خاطر جوړه ده په هېواد کې د هر راز خيرغواړو هڅو،ناستو پاستو چې کړېدلي افغان ولس ته سوله ډالۍ کړي هرکلی او ملاتر کوي. خو کومه تش په نامه دسولې شورا چې د کابل د حکومت او بهرنيو ځواکونو په معامله رامنځته شوې ده ،د دې پر ځای چې د سولې بهير ګړندی کړي ، په هيواد کې د ملی او هيواد پالو قوتونو او په نړۍ کې د جګړې مخالفو ولسونو او موسسو دغولولو په نيت جوړه ده.
د سولې اويا کسېزې شورا خپله لومړۍ غونډه د روان کال دمېزان مياشتي پر ۱۵
او د اکتوبر پر اومه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه کړه.
د افغانستان د ژغورنې د جرګې له نظره دغه شورا او دهغې پرېکړې غولونکې او فرمايشي دي، چې يوازي د لنډ مهال لپاره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د کابل د حکومت د رسنيو د خوراک لپاره کار ورکولای شي ، خو په هيواد کې د جګړې د ختمېدا او د سراسري سولې په راوستو کې، کوم چې افغانان يې تمه لري اغېزمن رول نه شي لوبولای.
ددې خبري ثبوت د نوموړې شورا د وياند هغه خبرې دي چې په خپل خبري کنفرانس کې يې د وسله وال مقاومت غړو ته د ښې څوکۍ، تنخوا،ښه کور او نورو شخصي امتيازونو وړانديز وکړ.
موږ په دې باور يو چې په افغانستان کې د جګړې ختمېدا او دايمي سوله د حکومتي منصبونو، پيسو او بډو ورکولو له لاري نه شي راتلای ،له دې امله د نوموړې شورا جوړېدا لا له وړاندي يوه سياسي تېر ايستونکې لوبه ګڼو چې د عامه ذهنيتونو او نړيوالو افکارو د غولولو له لارې په هيواد کې د بهرنيوځواکونو د شتون او د موجوده حکومت د عمر د اوږدېدا او د بې ګناه افغانانو د لا وينې تويدا په موخه رامنځ ته شوې ده .
د افغانستان د ژغورنې جرګه اعلاموی چې : د هيواد او خلکو د ټولو بد مرغيو اصلي لامل د بهرنيو ځواکونو نا قانونه مو جوديت او د کابل تنظيمی فاسده اداره ده. موجوده تش په نامه د سولې لوړه شورا چې يو شمېر غړي او مشران يې په جنګي جنايت ، فساد او ملي خيانت تورن دي په هيواد کې د رښتيني سولې د راوستو جوګه نه ده،او دهغې فعاليتونه د شک لاندې دي.
د افغانستان د ژغورنې جرګه د افغانستان د روانې غميزې پای په لاندې دريو اساسي برخو کې وړاندې کوي:
۱- په يو وخت د جګړې د ټولو اړخونو له لوری بې له کومې پلمې هراړخیز ډزبندي .
۲- د افغانستان د وسله وال مقاومت سره د بهرنیو قواو له خوا نیغې خبرې.
۳ـ له هيواده په بشپړ ډول د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش ټاکل او عملي کېدا.
۴ـ د ملګروملتونو او اسلامي کنفرانس تنظيم په مرسته يوه لنډمهالي انتقالي حکومت ته چې له بې پلوه ملي شخصيتونو جوړ وي د واک لېږد او تضمين چې د دوه تر درې کلونو په موده کې په هيواد کې دنوي اساسي قانون د جوړېدو او د سراسري ټولټاکنو د کېدا لپاره لاره اواره او ملي مشرتابه او رښتېنې افغان اداره جوړه شي .
د۲۰۱۰ ع کال د اکتوبر ۲۷ نېټه او د۱۳۸۹ لمريز کال دمېزان ۵
دافغانستان د ژغورنې د جرګې اجرایًیه شورا
afghannj@gmail.com