ليکنه:عبدالمنعم
ژباړه: محمودسعيد
منبع : العرب نيوز
دنړيوالومسلويوه شنونکي دامريکادنړيدولپاره دوه ويشت سببونه راوړي اوټينګار ېې کړی چه داهيوادبه په نژدې راتلونکې کې دپخواني شوروي په شان ټوټې ټوټې شي.
دمصرد العرب نيوزخبري سايت مشر عبدالمنعم په يوه ليکنه کښې دامريکا داوسني حالت اوشرايطوته په کتوسره ددې امپراطورۍ دزرترزره نړيدولپاره دوه ويشت لاملونه په نښه کړي دي،دې ليکونکي پخواتردې هم دامريکا دمرګ په نامه يوه ليکنه کړې وه.
عبدالمنعم ليکي:کله مې چه خپله پخوانۍ ليکنه د(امريکامړه شوه) ترسرليک لاندې وليکله دخپل ملت لپاره ديورښتيادڅرګندولوپه لټه وم، هغه رښتياچه رسنۍ ېې دچوپولوپه هڅه کښې دي اودشورماشورپه جوړولوغواړي ، نظرونه دامريکا دشريرې امپراطورۍ دنړيدوڅخه واړوي.
دامريکا دچارواکوغبرګون په دې اړه ډيرحيرانوونکی وو،داسې ښکاري چه ددې خلکولپاره دزغم وړنه ده چه څوک ېې دهغه رښتياپه اړه څه ووايي چه په دوی پورې اړه لري،
ځکه په دې سره به په سيمه کښې دامريکادواکدارۍ وزورواکۍ په وړاندې خلک وپاريږي اوپه پايله کښې به دسيمې له هيوادونوڅخه ددوي دوتلولامل شي اوداسلامي نړۍ څخه به ددوی په وينوسره لاسونه لنډ شي ترڅوخپلوټپونوته پټۍ کيږدي.
دامريکا دژونداوږدوالی يوازې په هغوشيدواووينوپورې تړلی چه عرب اواسلامي واکداران ېې ددوي لپاره ورکوي ،که چيرې دعربوداچوپړچه (له خپلوملتونوېې دريغ کړي) نه وای نونن به دامريکا اواسراييلودالويوالی نه وای، خوکيدای شي دابه دالله حکمت وي چه امريکاپاته شي اوپه پای کښې دافغانستان اوعراق دمظلوموملتونوله خواورکه شي.
افغانستان ترټولوخواراسلامي هيوادی چه شوروي اتحادېې په ګونډو کړ اواوس ېې امريکاته په قندهاراوهلمند کښې دماتې لاره اواره کړې ده،داپيښه په داسې حال کښې کيږي چه دامريکا دپوځ هډوکي په فلوجه اوالانبارکښې دهغه ملت په لاس مات شول چه تريوه لسيزه زيات وخت په کړاوکې دي اوپه دې ترتيب سره د امريکايي پوځي قوت ماته ددې امپراطورۍ دلويدووروستی انځورجوړوي.
ددې جنګ په اړه دبارک اوباما د دريځ له امله دامريکاخلکونوموړی غوره اوجورج بوش ېې دکرکې اونفرت څخه په ډکوغبرګونونو له واکه لرې کړ.
داليکنه دامريکا ځواب دهغه دپخوانۍ ليکنې په اړه ترپوښتنې لاندې نيسي اوليکي:
په دې ځواب کښې راغلي دي:(داجګړې زمونږ ټاکنه نه وه اودامريکا متحده ايالات له ځان څخه دفاع ته اړشوي دي).چه دايوه لويه تېروتنه ده چه دبارک اوباماله خبروسره په ټکرکښې ده،اوبامادافغانستان جنګ دعراق له جګړې څخه بيل بولي اوپه دې ډول ېې ارزوي:(دافغانستان جګړه يوه بېړنۍ، بې ګټې ،د منطق پر ځای په احساساتوولاړه اودسياسي انګيرنوپربنسټ روانه جګړه ده).
دامريکاپخواني ولسمشرجورج بوش ونه شوای کولای دخپلې پيل شوې جګړې له دليل څخه دفاع وکړي ،نوموړی د (جان مک کين) ترڅنګ چه دده دګوندله خودټاکنونوماندووهم ونه ليدل شوترڅودهغه په ټاکنيزوهڅوبده اغيزه ونه کړي.
که چېرې همغه شان چه دافغانستان جګړه د اسامه بن لادن دنيولولپاره وه نودعراق جګړه دڅه لپاره؟ آياصدام دالقاعدې سره اړيکه درلوده؟آياصدام دنړيوالې سوداګرۍ په برجونوپه بريد کښې لاس درلود؟ دټولوژنې وسلې چه دجګړې دپيل بهانه وه کومې دي؟
دلته اړينه ده دامريکا ديوې پېړۍ هغه تدبير ته ګوته ونيسوچه په نړۍ دولکې لپاره ېې له لاس لاندې لري…دلته داسې کړنلارې شته چه دجګړې څخه ترمخه دي …هيڅ شی هم ناڅاپي نه دي دنوروشيانوپه اړه خبرې کول زياتی اووخت تيرول دي.
که چېرې اسامه بن لادن ګرم وي ، نودامسله امريکاته دااجازه ورکوي چه بې له کتنې اوپلټنې په افغانستان يرغل وکړي اوښارونه وران کړي ؟
که چيرې معلومات موجودوي چه دګرم والي څرګندوی وي نوولې داسامه بن لادن لپاره ځانګړې محکمه جوړه نه شوه؟
ددې ځواب بله برخه ددې څرګندونه کوي چه په دې دووهيوادونوکښې دامريکاشتون يوازې دبنسټپالودپلټلولپاره دی ، زموږپوښتنه داده چه آياړانده بمونه اوراکټونه دتندلاري اومينځ لاري توپيرکولای شي؟آياهغه بم چه (فرش) نوميږي اوپه خپله شااوخواکښې هرساکښ وژني، تندلاري له نوروڅخه جلاکولای شي؟آياهغه بمونه چه دبې پيلوټه الوتکوله خوااچول کيږي دقرباني شووترمنځ د توپير کولو وړتيالري؟
که له تندلاروڅخه ستاسې موخه طالبان اوالقاعده دي نوآيا هغه کسان چه په افغانستان کښې وژل کيږي ټول تندلاري دي؟ اوياداچه دويکي ليکس دسندونوپه بنسټ په دې جنايت سره يوازې بيګناه افغانان له منځه وړل غواړی؟ دعراق تندلاري چيرې دي؟ تريومليون زيات دعراق وګړي ووژل شول په سلګونوزره مووربړول ، نارينه اوښځينه بنديان موپه ډيره بده ټوګه وځورول، چه دابوغريب زندان ددې زړه بوږنوونکي پېښې ګواه دی اودګوانتاموزندان هم په هم دې شان ربړونې لري…
دسپينې ماڼۍددې ځواب په دريمه برخه کښې له عراق څخه دامريکاوتلوته نغوته شوې اووايي چه له عراق څخه دامريکاپه شاتګ له عراق سره ديوپرېکړه ليک له مخې دی اوليکي :(عراقيانوته دامنيتي مسؤليتونوسپارل اوپه دې خبره دامريکايانوټينګارپرتندلاروباندې دعراقيانودبرياليتوب لامل شو)، ياپه بله ژبه: دامريکاپه شاتګ دتندلارودحملواومقاوت له امله نه دی، چه داخبره له منطق اورښتينولی څخه ډېره لرې ده، داتړون دامريکايي قواوود آبرواوپت ساتلولپاره وو او دشاته تګ پرېکړ ه له اوباماڅخه دمخه دبوش په واکمنۍ کښې وروسته له دې وشوه چه عراق دامريکاېې ځواکونو په هديره بدل شو اونژدې يوپه درېمه برخه پوځي توکي ېې دعراقي مقاومت له لوري له منځه ولاړل.
کله چه په دې ځواب کښې له افغانستان څخه يادونه کيږي په وياړدامريکايي ځواکونوله زياتوالي اودافغان ځواکونودروزنې دچټکوالي څخه خبرې کيږي اوداسې انګيرل کيږي چه آلمان، انګلستان اودچک دولت دځواکونودزياتوالي ژمنه کړې ده چه البته داسپيناوی غواړي.
اوباماڅوځله ويلي دي چه ددوه زره يولسم کال په لومړۍ نيمايي کښې به افغان ځواکونوته دامنيتي واک سپارل پيل شي اوداځواب ويونکی باوري دي چه داخبره ددوی دبرياليتوب څرګندويي کوي نه دناکامۍ!!!
عبدالمنعم په دې اړه ليکي:تېښته څنګه کيدای شي برياليتوب وي؟ داتناقض ولې؟ دزياتواونووځواکونوليږل اوپه همدې وخت کښې دشاتګ په اړه څرګندونې، دهغو نيمګړتياووڅرګندويي کوي چه له رښتينوضررونوڅخه سرچينه اخلي چه سترګې نه شي پرې پټېدای.
دامريکايانويوه له شک نه ډکوخبروڅخه داده چه هڅه کوي وښيي چه دوي خپل هيوادپريښي ددې لپاره چه دافغانستان اوعراق لپاره قرباني ورکړي!په دې ډول چه دبيارغونې له لويوطرحو لکه دښونځيو،روغتونونو،دبريښنابندونو،لويولارو اوداسې نوروله ودانولوڅخه خبرې کوي ترڅووښيي چه په دې دوو هيوادونوکښې دژوند کچه ښه شوې ده، هغه خبره چه روښانتياته اړتيانلري.
عراق ديرغلګروتربريدوروسته په کنډواله بدل شوچه سپوږميږ جالونه داکړنې رابرسېره کوي،
افغانستان چه ددوي په خبره روغتيايي چوپړ يي له اته سلنې څخه درواتياسلنې ته لوړشوي دي له آره درواغ دي، ځکه چه دامريکااوناټوځواکونه يوازې دافغانستان شل په سلوکښې خاوره په ولکه کې لري، ياپه بله ژبه يوازې دښارونوپه مرکزونوباندې واک لري، داخېروټاکنوپايلې چه يوازې په دې ځايونوکښې ترسره شول اودافغانستان يوازې لس په سلوکښې خلکوبرخه په کښې اخستې وه ددې خبرې پخلی کوي، اوس نوڅنګه شونې ده چه روغتيايي آسانتياوې دې درواتياسلنه خاورې ته رسېدلي وي…
امريکايانوليکلي چه ددوي ځواکونووکړای شول دهغوماشومانودمړېنې کچه ټيټه کړي چه نوي زېږي اوياېې عمرونه ترپنځه کلونوکم دي، ددوي په ويناپه دوزره اتم کال کښې يي يوازي له پنځه اتيازره ماشومانوڅخه پالنه کړې ده! آياديونېسېف له خواددې کړنلارې د پلي کولولپاره يولک اوپنځوس زره پوځيانوته اړتياده!؟
ددې سره سره نړيوال رپوټونه او غربي اوامريکايي رسنۍ داخبرې ردوي دبېلګې په توګه:
-دروغتيانړيوال بنسټ تېره مياشت اعلان وکړچه په افغانستان کښې وباخپره شوې ده.
-افغانستان دهغوڅلوروهېوادون له ډلې څخه دی چه ددې سره سره چه په نړۍ کښې دګوزڼ ناروغۍ ريښې وتلې دي له دې ناروغۍ څخه ځوريږي ،داهغه ناروغي ده چه که چېرې ېې دواکسين په واسطه مخه ونه نيول شي تراخته کېدوورسته علاج نه لري.
-دبشري حقونودخپلواک کميسيون په ويناپه افغانستان کښې تردوه زره اتم کال پورې دپنځه ديرش بيليونه ډالره مرستې سره سره په دې هېوادکښې دشپږسوه زره څخه زيات هغه ماشومان چه دسرکونوپه سرژوند کوي له پالنې اوروزنې څخه پاته شوي دي، بايدله ياده ونه باسوچه هغه کسان چه په افغانستان کښې دامريکايي ځواکونواودهغوی دملګروله لوري وژل شوي له يوميليون څخه زيات دي.
هاخواپه عراق اوبياپه فلوجه کښې روغتيايي حالت دڅوټنه غني شوو يورانيموپه کارولودسرطان، دنووزيږيدونکوماشومانونيمګړتيااوداسې نوروناروغيوزياتېداته په پام سره داندېښڼې وړدی.
دځينودولتي کړيوڅېړنې ښيي چه په فلوجه کښې دسرطان ناروغي کچه دجاپان په هيروشيمااوناکازاکي کښې ددوواټوم بمونوڅخه دپېښوشووناروغيوپه پرتله زياته ده.
همداشان دعراق څخه کابودرې مليونه خلک نوروهيوادونوته کډوال شوي دي.
په عراق کښې دننه تردوه ميليونه زيات خلک بې کوره شوي دي.
دامريکايانوپه وينادافغانستان اقتصادله دوه زه اتم څخه تردوه زره نهم پورې سل په سلوکښې ښه شوی دی ، په داسې حال کښې چه بارک اوباماڅوځله په افغانستان کښې له اداري فسادڅخه سرټکونه کړې ده اوله بلې خواحامدکرزي څوځله په خپله امريکايان دفسادلامل بللي دي اوټينګارکوي چه دبهرنيانودورکړشوومرستوڅخه درې په څلورمه ربرخه دوی په خپله غلاکړي دي، په هغه ناسته کښې چه په دې وروستيوکښې په افغانستان کښې دمرسته کوونکوهېواونوپه ګډون په کابل جوړه شوې وه دواړوخواوويوبل په درغلۍ کښې پړه وبلل چه داد دواړو خواوو له لوري د يوډول جوړې شوې ډرامې څرګندويي کوي.