کور / تازه خبرونه / کندز:چارواکی وایی ۲۵ طالبانوته مرګ ژوبله واوښتله

کندز:چارواکی وایی ۲۵ طالبانوته مرګ ژوبله واوښتله

دکندوزپه چادره کې دګډوځواکونوپه عملیاتوکې چې ددووورځوراهیسې یی دوام درلوده ۲۵ تنه وسلوال طالبانوته مرګ ژوبله وراوښتی.

دکندوزولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلی نن پنجشنبه دیوی خبرې ناستې په ترڅ کې خبریالانوته وویل: چې دتیرو دوه روځوراهیسې د کندوزپه سهیل کې پرته چادری په قریه قصاب نهرصوفی اویوشمیرنوروکلیوکې عملیات ترسره شوی چی په پایله کی ۱۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوی او۱۵نورټپیان دی .
سیدخیلی زیاتوی چی په ټوله کې چهادره دوسلوالوطالبانودشتون څخه پاکه شوی ده . هغه وایی چې په وژلوشویوکسانوکې ازبکستانی طالبان هم شتون لري.
خوهغه یی دشمیرپه اړه وضاحت ورنه کړهغه وایی چې دغوعملیاتوکې افغان ملی اردواوملی پولیسوهم برخه درلوده.
ددی ترڅنګ هغه وویل چی په دغوعملیاتوکې ۳ تنه پولیس هم ټپیان شوی دی خووایی چی ولسې خلکوته په علمیاتوکی زیان ندی رسیدلی،خوولسی وګړی تل دعملیاتوپرمهال سرټکوی چی ددوی ورزنی چاری اوژوند یی دګواښ اوخنډسره مخ کړی دی.

همدغه رازهغه دیوپوښتنی په ځواب کې وویل: چی پاتی وسلوال غرونوته تښتیدلی دی چی دنیولولپاره یی هلی ځلی روانی دی .
داپه داسې حال کې ده چې دکندوز سمییزچارواکی ډیرځلی د علمیاتووروسته دوسلوالوطالبانوڅخه دسیمی دپاکونی خبره کوی .دیادونې وړده چی دکندوز دسمییزوچارواکودڅرګندونوپه اړه تراوسه وسلوالوطالبانوخپل غبرګون ندی څرګند کړی .