دشمشاد تلوېزيون دلرو او برو اوپه نړۍ کې دټو لو مېشته پښتنو دزړه اواز دی.
کله چې هر وخت دشمشاد نوم اورم او يا دشمشاد تلويزيون پرو ګرا مو نه ګورم نو دشمشاد دنګ او هيبتناک غر را په يادشي اود دې تر څنګ دهېواد دډېر ښاغلي او محترم شا عر ښاغلي نصر الله حافظ صاحب هغه شعر را په يادشي چې وايې :
دشمشاد دهسکې څوکې
زه وهمه داسې کوکې
څوک يې اوري او که نه!
دشمشاد تلوېزيون چې د تېروپنځو کلونو راپدېخوا زموږ دګران هېواد افغا نستان دپلا زميېنې کابل نه خپرونې کوي دافغا نستان يوازينی تلويزيوني چينل دی چې زياتره خپرو نې يې په پښتو ژبه دي٠ دغه تلوېزيون نه يوازې دافغا نستان په دننه او پښتو نخواکې ډېر شمېر مېنه وال او علا قمندان لري ، بلکې دهېواده بهر يې هم خلک په ډېرې مينې سره ګوري او دپروګرامو نو دليد لو نه يې خوند اخلي٠
دغه تلويزيوني چينل چې دهېواد دملي او بادرده شخصيت ښاغلي الحاج فضل کرېم فضل صاحب له خوايې بنسټ اېښودل شوی دی په حقيقت کې دپښتو ژبې او فر هنګ لپاره هغه ارزښتناکه خدمت دی چې بايد ټول افغا نان او په تېره بياپښتانه يې ستا ينه وکړي او دده دغه ستر او دقدر وړ خد مت ته په درنه ستر ګه وګوري ،ځکه ښاغلي فضل صاحب دشمشادد تلوېزيون بنسټ په داسې شر ايطو کې کېښود چې له هرې خوا پښتانه او پښتو ژبه ددښمنا نو تر ګوزارونه لاندې وه او فضل صاحب هم د حمزه بابا عليه الر حمه هغه خبره له ياده نه وه اېستلې چې ويلي يې و:
اغيارخو وايې ددوزخ ژبه ده
زه به جنت ته دپښتو سره ځم
ښاغلي فضل صاحب دا خبره په شعوري تو ګه درک کړې وه چې پښتو چې دهېواد داکثريت ژبه ده اونن سبا په لر اوبر او ټو له نړۍ کې شپېته ميليونه وګړي پرې خبرې کوي دبې پښتو پښتنو او تش په نا مه پښتني واکمنا نو او زما مدارانو له خواچې دې ژبې ته يې په ټېټه ستر ګه کتلي دي او داسې خواره يې پرېښې ده دې ته اړ تيا لري چې بډ ايه شي٠ فضل صاحب په دې خبره هم پو هېده چې دهېواد په اسا سي قا نون کې پښتو ته ددري ژبې تر څنګ مساوي حق ورکړل شوی دی ، خو له بد ه مر غه دغه ژبه نه په دفتري او سر کاري چارو کې او نه هم په پو هنتو نو نو کې مساوي حق لري، هغه دمساوي حق ماده په ا سا سي قا نون کې تش په نا مه يوه ماده ده چې هيڅ وخت ورته دعمل جا مه نه ده اغو ستل شوې٠
که زموږ په هېواد کې لو يو استا دانو هريوه ارواښاد علامه حبيبي صاحب، ارواښاد وزېر صاحب محمد ګل خان مومند،ارواښاد استاد صديق الله خان رښتين بابا،ارواښاد استاد ګل پا چا الفت صاحب ،ارواښاد استاد قيا م الدين خادم صاحب، ارواښاد استاد عبد الرؤف بېنوا صاحب ،ارواښادعلامه عبد الشکور رشاد بابا،ارواښاد استاد روهي صاحب اوارواښاد سر محقق دوست شينواری صاحب او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې نورو پياوړو محققينو او استا دانو او فر هنګيا ليو پښتو ژبې، ادب، فر هنګ او تاريخ ته دقدر وړ خد متو نه کړي دي او موږ ته يې پنډ پنډ کتا بو نه دخپلو ارز ښتنا که مير اثونو په تو ګه پريښي دي، نو پښتني ټو لنې ته د ښا غلي فضل صاحب دغه ار زښتناکه ګام چې دپښتو ژبې ادب ،فرهنګ ، کلتور او تاريخ ته يې کړی اوکوي يې هم با يد له يا ده ونه با سو٠
که رښتيا ووايو او په خپلو ګرېو انو نو کې سرونه ښکته وکړو او ښه فکر او سوچ وکړو موږ په خپل هېواد کې ډېر خلک لرو چې په مليو نو نو ډالره لري ،ځمکې او شتمنۍ لري ،خو يوه ورځ مو وانه ورېدل چې پلاني سوداګر او شتمن دې ديتيمانو له پاره يوه يتيم خانه، دبېوزلو ما شو مانو لپاره دې يو ښونځی، يو کو چنی کتا بتون اودبېوزلو نارو غا نو لپاره دې يو کوچنی کلينيک جوړ کړی وي او يادې دکوم ليکوال يو کتاب او يا دکوم شاعر شعري ټولګه دې په خپلو پيسو چاپ کړي وي، فقط يوازې او يوازې په دې سو چو نو کي دي چې په څه ډول سره يې دقارون په څېر شتمني او پيسې نورې هم زيا تې شي ،خو زه وايم په داسي شتو او پيسو دې اور ولګيږي چې دخپل هېواد او خلکو دسو کالۍ لپاره ونه لګيږي او نه دې خپل فر هنګ او ژبې ته پرې څه مثبت کار وکړي٠
خو فضل صاحب چې يو ملي او هېواد پا لو نکی سوچ او فکر لري دشمشاد دتلوېزيون په تاسيسو لو سره يې يو داسي ستراوتلپا تي خد مت کړی دی چې دده ويا ړلی نوم به زموږ دهېواد په تاريخ کې دتل لپاره ژوندی وي٠ ما ته په دې وخت کې د فضل صاحب په اړوند د خو شا ل با با هغه شعر را په ياد شو چې ويلي يې و٠
دخوشال قدر که اوس په هيچا نشته پس له مر ګه به يې ياد کا ډېر عالم
خو خدای پاک دې فضل صاحب ته ډېر اوږد عمر ورپه بر خه کړي ٠ موږ به بيا هغه وخت دده ار مان کوو چې خدای مکړه دی زموږ په منځ کې نه وي٠
له بده مر غه ځينې خلک چې دمسا يلو ژور تيا ته متو جه نه دي او يا هم ډېر لنډ فکره دي او په سر سري تو ګه پر مسا يلو قضاو ت کوي دشمشاد پر تلوېزيوني چينل باندې نيوکې کوي، زما په عقېده که چيرې ددوی دغه نيوکې دتلويزيون دپرو ګر امو نو دښه والي په اړه وي نو دا خو ډېر معقول کاردی او که تخر يبي بڼه ولري نو دا په رښتياسره هم ستر خيا نت دی ٠ موږ با يد تل هغه هڅې وستا يو چې ددغه تلو يزيون د ښه والي په اړوند وي٠
زه چې د لوېدېځې استراليا دپرت په ښار کې اوسم ددريو کلو نو را هيسې دشمشاد پروګرامو نه په پر له پسي تو ګه ګورم ستا سو دتلوېزيون خبري سرويسو نه تعقيبوم ٠ترنګ، دنکرېزو پا ڼه، دلو نګو امېل ، دپردې تر شا،مور،نېکمرغه کورنۍ، زموږ هېواد،خوږې تر خې،خبرې او سندرې،له کابله تر لند نه اونورې خپرونې ګورم او چې دنورو افغا نانو په تېره بيا پښتنو نه پو ښتم نو ستا سو تلو يز يو ني پر وګرامو نه په سيدني، ملبورن ، کوينز لينډ،اډيليډ او داستر اليا په نورو ښا رونو کې هم په ډېر شوق او ذوق سره ګوري او خو ند ترې اخلي٠
پو هېږم چې ستا سو تلو ېزيون نوی او ځوان دی اود تلو يزيون زيا تره کدرونه مو لا ځو انان دي او حتما به مو په پر وګرا مو نو کې ځينې نيمګړ تياوې مو جودې وي،خو وخت ته اړ تيا شته چې دغه نيمګړ تياوې او ستونزې به دهرې ورځې په تېرېدو سره لږې او ستا سو دغه ځوان کدرونه به لا نورې زياتې تجربې تر لا سه کړي ٠
په پای کې دشمشاد دتلو يزيون مشر او بنسټ ايښودونکي ښا غلي الحاج فضل کريم فضل صاحب ته دپښتو ژبې او فر هنګ دودې په لاره کې ډېر بر يا ليتو بو نه غواړم او دشمشاد دملي تلو ېزيون ټولو اغلو او ښا غلو کارکوونکو ته دډېرو ډېرو خو شاليو او په کارو نو کې دلا زيا تو بر ياليتو بو نو هېله کوم ٠