کله چې د ناتو مشر د کندهار په هوایي ډګر کې کښته شو لومړی په ګوندو شو او خاوره یې ښکل کړه.
عسکرو چې خپل مشر جنرال ولید چې د افغانستان خاوره ښکلوی هغوی هم په ګونډو شول او مځکه يې ښکل کړه د افغانستان د دفاع وزیر او ورسره کومندانانو او سرتیرو چې ددوی دا اکر و لید چې د افغانستان خاوره مچوی د هغوی احساسات هم وپاریدل او پړنګ پړنګ په ژړا شول او هغو هم د خاور و ښندل پر خپلو سر پیل کړل.
خبریال تعجب وکړاو د ناتو له مشر جنرال نه يې وپوښتل:
آیا تاسو له ډیر درناوی نه دا افغاني خاوره ښکل کړه؟
هغه وویل : نه، نه،
– هغه په داسې حال کې چې ژبه يې په وچو شونډو تیرول وویل: که ته هم زما پر ځای وای دا کار دي کوی که په خير لکه زه دلته ژوندی را رسیدلی وای.
په وزیر دفاع خولې را ماتي شوې
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه