ناټو دې د شینوارو د عملیاتو توضیحات راکړي (کرزی)
زه د کرزی صیب د غبرګون او احساس درناوی او قدرداني کوم؛ خو ستونزه دا ده چې ناټو دې د کومو عملیاتو توضیحات درکړي؟ د شینوارو عملیات؛ خو په افغانستان کې لومړی عملیات نه دی، او که یوازې شینوار د افغانستان سیمه ده او باقي نور امریکایي یا پاکستاني سیمې دي؟
کرزی صیب هوښ کې راشه، کامه اوبو وړی، خبره له خبرې نه تېره ده. دا ډول څرګندونې او اعتراضات ګټه نه لري. ته به ولس ته ځواب ورکوي ته یو ولس واک او ولس مشر یې په ژړا فریاد کار نه کېږي.
کرزی صیب زما په اند پټه خوله کې دې پرده او بهتري ده.
د افغانستان سیاست د نه پوهېدلو او نه زغملو وړ دی. که څومره هم یو افغان هڅه وکړي چې ناخبره او بې تفاوته پاتې شي او دا ټول ناورین نالیدلی و نېسي؛ خو بیا هم کله-کله دا ډول خبرې اورېدل کېږي چې د تحلیل او زغملو وړ نه وي.
دولتي ارګانونه یو له بله ناخبره دي او بیانات یې هم ضد او نقیض دي. د خندا خبره دا ده چې ولس مشر په هېواد کې د بهرنیانو له عملیاتو وروسته خبرېږي او غبرګون ښیي.
زما په اند که د نړۍ ۴۰ هېوادونه په افغانستان کې هره ورځ راز-راز عملیاتونه ترسره کوي، په یوه نامه او بله نامه افغانان وژني او د افغانستان لرغوني آثار او معدني شتمني چور او تالان کوي که روسیه هم ورزیاته شي، ستره خبره نه ده. د کرزی سیاست جالبه ده چې یوازې د ده په کتاب کې روس سور کافر دی او باقي ټول لوېدیځوال د افغانانو د وژنې مقباله راوړې او ټولو ته اجازه ده چې هرکله او هرڅومره افغانان په ځانګړی ډول پښتانه اړتیا سره سم ووژني.
له ښاغلی جلالتماب کرزی صیب څخه زما هیله دا ده چې ضروري نه ده چې په هره خبره غبرګون څرګند کړي هغه هم داسې غبرګون چې بنسټ یې په لاعلمۍ او بې خبرۍ وي. داسې څرګندونې نورې پوښتنې مطرح کوي او د افغانانو احساسات راپاروي. خبرې ډېرې دي؛ خو پټه خوله کې بهتري ده.
هالنډ