کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د رحمت فرښتې که د غضب استازي !!

د رحمت فرښتې که د غضب استازي !!


 د ډاکتر نجيب الله د کمونست حکومت تر رانسکورېدو وروسته په بهرکې جوړ شوي جهادي تنظيمونه له ايران او پاکستانه د ارګ د نيولو په پار پر کابل راپرېوتل،د ځواک او واک د خپلولو په هيله اوپه نامشروع غوښتنو يې خپل ټول کړی عبادت په سيند لاهو کړ،په همدې لېونۍ سيالۍ کې له بده شامته ډېرو جهادي شيخانو(رهبرانو) د څه دپاسه دوه مليونه مېړونو سرښندنه او ګټلي نړۍ وال وياړونه د خپلو نفسونو او جنون پر لمبو وسوځل.


دهمدې غوبل په ترڅ کې طالب جان خپله قدري او د جلالين شريف کتابونه په تاخچو کې کېښودل او د اسلامي او جهادي وياړ او وقار د اعادې په پار يې د غوراې محمدي عليه السلام د شريعت غږ او جنډه پورته کړه،دا غږ نه و، سم د رحمت ملايکې وي ،ولس وګڼله چې بس ناسور به مو اوس ورغيږي او هر چا ورته خپله غيږه پرانيسته او په لبيک ، لبيک يې هرکلی کړل ،سپن زړی ولس پر ملا او ممبر دومره باوري وو چې ان دا يې هم ونه ويل چې ددغه خوار ځار ملا او طالبګوټي تر شا څوک دي او پايله به څه وي ، طالب هم پوه و چې بس راځه ولس پر سيند لاهو دی او متل دی چې وايي اوبو وړي هر شي ته لاس وراچوي طالب او پاخه استادان يې پوهېدل چې نور نو ټول ولس له نا امنۍ،چورچپاول او ملک الطوافۍ نه تر پوزې راغلی ،نو د جهاديانو له همدې بغاوته يې پوره ګټه پورته .


واک ته د رسېدو په پار طالب هم د اسلام د سپېڅلتيانه ښه پوره او غوښنه ګټه واخيسته هرې سيمې او خيل ته يې قران الکريم ورمخکې کړ،او د قرانکريم تر سيوري او پلوشو لاندې يې ان پر ګرد هېواد ځان سياسي واکمن او ځواکمن کړ، او ورو ، ورو طالب غورځنګ په اسلامي امارت واووښت ، پر هر څه يې خېټه واچوله او هماغه د نحوې او صرف بهايي ګردان يې په هر وزارت،رياست ،مدريت او معاونيت کې هره ورځ کاوه چې ميم زرما ټول يې زما، خير په دا څو کلنه دوره کې من حيث حکومت يې يوڅه ښه کارونه هم وکړل،خو له بده شامته چې بدګڼې يې دومره ډېرې دي او شوې چې هغه ښه يې په کې اډو ښکاري نه.


په هره بڼه دا نو د څو کالو کيسې او لوی تاريخ دی چې پدې لنډه او تنګه ليکنه کې يې سپيناوی او شاربنه نه کيږي .


اوس راځم ار ( اصلي )  پوښتنې او اندېښنې ته!
 زه له جګړه مار طالب ، د دوی له مفتي او په ځانګړي توګه له عالي قدراميرالمومنين  نه پوښتنه کوم چې لومړی خو دوی ته چا دغه فتوی ورکړې چې ځان وژنه يو رواه او اسلامي کړنه ده ؟
 دويم : وګڼه چې ځان وژنه داسلامي امارت او حکومت د جوړېدو په پار يو رواه او شرعي کاردی د بې ګناه انسانانو ،د ښځو کوچنيانو،جوالي،موچي،کلينډر،يتيم ، خيراتخور او سوالګر د وژنو او قتلولو لپاره کوم دليل او منطق لرې ؟


 ايا د يو افغان سرتيري(عسکر)،قومندان، مامور او ياهم ان د يوه بهرني سرتيري ،ستاسې پر ګړنه(يرغلګر)وژل په دې ارزي چې ورسره شا او خوا په لسګونو ،معصومه کوچنيان، پنډيان، سوالګري، تورسرې خيراتخورې او بې خبره لارويان قتل عام شي!!!


 من حيث مسلمان زه پخپله او زما په اند ډېری افغان بهرنيان نه غواړي، هېواد او زموږ مجاهد ولس خپلواکه ندې ،دې کې شک نشته چې د پردو تر واک لاندې دی ،موږ منو چې سياسي هلو ځلو او مجاهدې ته اړتيا شته ،موږ که د بري او مخګې تګ نيت لرو نو اړينه ده چې هره کړنه مو د عقل، منطق،انصاف ،عدالت ،اسلامي ترحم او د نبي کريم عليه السلام د سنتو او اخلاقو په چوکاټ کې مخکې بوځو دا هر څه تاريخ ليکي،او د حساب کتاب وخت يې راځي څه دلته او يا هم په يوالحشرکې ٠د ادم عليه السلام را واخله تر خوږ نبي الاخر زمانه يوه بېلګه به څوک را پيدا کړي چې پيغمبر عليه السلام اويا دې  څلور يارانو او نورو اصحابو کرامو له شرعي حدودو پرته له کوم انسانه تش په تور او شک سر د مرغه په څېر غوڅ کړی وي .


موږ نه پوهيږو چې دا ډول تاويلونه،قياسونه او استمباطات ،طالب ملايان له کومو لمن ليکونو(حاشيو) څخه را اوباسي٠ موږ خو له الهي کلامه زده کړي،چې د يوه بې ګناه نفس وژل ،لکه د ټول عالم قتل، او د قاتل سزا او وعيد هم موږ له الهي کلامه زده کړي چې قاتل به په جهنم کې تر ابده وي (خالدين فيها) اوس موږ نه پوهېږو چې د يوې سپږې لپاره د ټول پوستين سېځل په کو ورشه او دليل، حتی د يوه سره او لوی کافر او يرغلګر د وژلو لپاره د سپېته او اتيا بې ګناه کوچنيانو او يا حتی د سل کافرو د وژلو په پار د يوه بې کناه انسان وژل په کوم دليل او په څنګه عقل، عجبه ده چې د اسلام ستر لارښود عليه السلام ان پخپله غزا او معرکه کې د اسلام د ستر دښمن (خالدبن وليد رض)کور د امن پتخه او ځای اعلانوي پداسې حال کې چې ښځې (هنده) يې تازه په تازه د هغه(عليه سلام) د تره(حضرت حمزه) سينه له ډېره تاوه څېرې کړه او پر زړه مبارک يې ورته غاښونه ورښخ کړل خو لدې وروسته هم نبي عليه سلام د هغه انساني شرف او کرامت ته په پوره درنه سترګه ګوري او ځای يې د کسات په بدل کې د امن کور اعلانوي او همداسې د انساني چلند او غوره اخلاقو په زرګونو نورې بېلګې،سړی نه پوهيږي چې طالب ملايانو دا فتوې او مسلې له کومو کتابو را خيستي،دا څنګه زړونه دي چې زوړ،ځوان او تور سرې خو پر ځای پرېږده ،چې ان د څلور ،پينځه کلن کوچني وژل هم ورته رواه او جايز ښکاري.


ډېر د افسوس ځای دی چې موږ اوس هم پر اسرايليا تو باور لرو چې وايي دين په زور راغلی نه په رضا دا هماغه بې بنسټه او پوچه خبر ده چې قران العظيم الشان په ښکاره او کلکه رد کړی (اکراه او جبر په دين کې نشته) دا دهغو ناپوهه او له دينه ناخبره اويا کم خبره خلکو کار دی چې د اسلام په روح او حقيقت له سره هيڅ خبر نه دي٠ د يوشمېر ناپوهانو دا ډول غيرې اسلامي کړنې دي چې له بده شامته د اسلام د سپېڅلي نو م لاندې يې تر سره کوي،همدا لامل دی چې په ګرده نړۍ کې يې د اسلام سپېڅلی، مبارک،د مينې،عاطفې ،ترحم او ورورولۍ او يووالۍ پاک نوم بوو او بلا ګرځولی ،نړۍ وال څه مسلمان او يا نامسلمان ډېری له اتومه دومره نه وېريږي لکه له اسلام او ځينو مسلمانانو چې وېريږي٠پداسې حال کې چې د وخت لويو ،لويو کفارو به ځانونه د پيغمبر عليه السلام او د هغه (عليه السلام) د ملګرو په څنګ، کلي او ښارو کې پوره په امن کې ګڼل.


 که څه هم د دې څووروستيو کلونو غير شرعي پېښې مو هره ورځ ځوره وي له يوې خوا د بې ګناه انسانانو وژنې او له بلې لورې د اسلام د سپېڅلي دين رنګ بدی او هغه هم فقط د سياسي موخو په پار ، زما دا ليکنه يوازې او يوازې په غمځپلي کندهار کې د پرلپسې ځانمرګو او وژنو په غبرګون کې کښل شوې، او داځکه چې نور نو د دا ډول ناروا کړنو پر وړاندې چپ او پټه خوله کښېناستل پخپله لويه ګناه ده، موجوده اداره او حکومت خو هسې هم ستاسې په اصطلاح لاسپوڅی او د بل تر واک لاندې دی ،نو ځکه يې پر کړنو هم چندانې د دين نوم ډير نه بدېږي، يعنې پدې مانا چې په هر کار او هر څه کې د اسلام مبارک شعارونه نه کاروي ،يا په بله بڼه د حکومتي چارواکو ،ناوړه کړنې يوازې د شخص بدنامي ده او ستاسې د افراطي او احساساتي کړنو د اسلام رنګ بدی دی٠ الله تبارک تعلی دې درته پخپله هدايت وکړي مخکې له دې چې د مظلومانو ازار مو د غضب په سيند لاهو کړي .