کور / راپور / اسوشيېټيډ پريس:درو طالب مشرانو له کرزي سره ليدلي دي

اسوشيېټيډ پريس:درو طالب مشرانو له کرزي سره ليدلي دي

د اسوشېټيډ پريس آژانس همدا اوس په يوه تازه راپور کي د هغو طالب چارواکو له نومونو پرده پورته کړې، چي دوې اونۍ دمخه يې له افغان حکومت سره په کابل کي خبري کړي وې.

اسوشيېټيډ پريس آژانس د يوه افغان چارواکي له خولې وايي دغو درو چارواکو له ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي دي او د سولي په هکله يې خبري ورسره کړي دي.

په دې کسانو کي د مولوي عبدالکبير، مولوي صدراعظم او انورالحق مجاهد نومونه راغلي دي.

لومړى د طالبانو پر مهال د ننګرهار والي وو، دوهم په پېښور کي کونسل او دريم يې اوس په ختيځو سيمو کي د توري بوړي د محاذ قومندان او د پخواني جهادي مشر مولوي محمديونس خالص زوى دئ.

يوه امريکايي چارواکي هم چي د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې ده، اسوشېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي ولسمشر کرزي له دغو درو کسانو سره ليدلي دي.

راپور وايي دوى درې واړه دوې اونۍ دمخه له پېښور څخه په يوه څرخکه الوتکه کي افغانستان ته انتقال سول او هلته دوې شپې پاته ول.

د مولوي عبدالکبير نوم د کابل د پټو خبرو په لومړيو ورځو کي هم ياد سوئ وو چي له افغان حکومت سره يې خبري کړي دي، خو طالبانو نه يوازي دغه خبري رد کړې، بلکي له مولوي عبدالکبير سره يې يوه ليکلې (بې ږغه) مرکه هم کړې وه، نوموړي له افغان حکومت سره له خبرو انکار پکښي کړى وو.

بايد وويل سي چي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د پټو خبرونه وخت پر وخت د لوړ پوړو مامورينو له خوا خپرېږي، خو وروسته بيرته په يوه او بله بڼه رد سي.

د کابل د وروستيو مذاکراتو په باب په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قومندان لس ورځي دمخه وويل چي دوى د طالبانو يوه لوړ پوړي مشر ته اجازه او کابل ته د ننوتلو زمينه مساعده کړې وه، چي د سولي په هکله خبري وکړي، خو پرون افغانستان ته د امريکا ځانګړى استازي ريچارډ هولبروک دغه خبري رد کړې او ويې ويل چي د کابل خبري هسي يوه آوازه ده.