د انټرنيټ په نړۍ کې د پټو معلوماتو د رابرسېره کولو ويب پاڼه ويکي ليکس څو ورځې مخکې يو ځل بيا د امريکايي ځواکونو د جنايتونو او څارگري پټو راپوروڼو په افشا کولو سره د خلکو پام ځانته راواړوه.
د عراق په اړه د خپروشويو څلورلکه پاڼو اطلاعات کتلو لپاره همدا ځاى کېکاږئ.
اودې همدې سږ کال په جولاى کې يې د افغانستان په اړه د اويا زره پټ اسنادو او شواهد په خپرولو سره په حکومتي کړيو کې شور او ځوږ رامنڅ ته کړ.
دې ويب پاڼې د دوه زره لسم کال په اپرېل کې يوه ويډيو خپره کړه ،چې پکې ليدل کېده چې په ٢٠٠٧ زېږدي کال کې په پلازمېنه بغدادکې يوه امريکايي اپاچي چورلکې د برتانيا د خبري ادارې رويټرز د دوو خبريالانو په گډون دولس کسان ووژل.
د ٢٠٠٩ په اکتوبر کې يې د هغو کسانو نومونه او پتې هم افشا کړې چې دوى يې په اړه ويلي و چې دا کسان د (بي اين پي)غړي وو، خوبريټش نيشنل پارټي دا لړليک يو جعلي کار وبالۀ.
په ٢٠٠٨ زېږدي کال کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دې ويب پاڼې د يوه برېښناليک خاکه خپره کړه چې پکې دمرستيال ولسمشر څوکۍ ته د نوماندې سارا پيلن انځورونه او ددې په اړه نور پټ معلومات وو.
دې ويب پاڼې همدارنگه داسې نور پټ مواد هم خپاره کړي دي، چې هغه د گوانتنامو دزندانيانو په اړه دي چې په زندانيانو باندې د پابنديو بشپړ سپړلى راپوردى.
خو خلاصه دا چې ويکي ليکس چې د دوه زره شپږ په دسمبر کې د انټرنيت په مخ ښکاره شوې تر اوسه يې ډېرې پټې خبرې رابرسېره کړې چې لا تراوسه ترې تاوونه خېژي.
د دوه زره لسم د مارچ په نيمايي کې د ويکي ليکس ډايرکټر فولين اسنج د امريکا د څارگرو ادارو څخه په سرچينې يو لړ راپورونه خپاره کړل چې په دې سره ويکي ليکس په هغه کتار کې راغله چې د امريکا د پوځ لپاره خطر راپارولى شي،
امريکايي حکومت د ويکي ليکس په اړه وويل: د امريکا د پوځ او څارگرو ادارو پټ راپورونه چې ويکي ليکس يې خپروي؛ دا راپورونه د نوروهېوادونو څارگرې ادارې اخلي او زموږد پوځ او د دفاع وزارت لپاره خطرناک ثابتېدلى شي.
هر څوک کولاى شي دې ويپپاڼې ته پټ معلومات ولېږي، خو مخکې له دې چې خپاره شي د يوې ډلې کسانو له نظره تېرېږي چې دا ډله د خبريالانو، او د ويکي ليکس له عملې څخه جوړه ده او دوى په دې اړه پرېکړه کوي چې دا پټ اسناد خپاره کړو، په خپرېدو ارزي؟ مخکې خوبه خپاره شوي نه وي؟، او داسې نور….
په فبروري کې ددې ويب پاڼې ډايرکټر اسانج بي بي سي ته وويل چې هغه په لوړه کچه پټ اسناد خپروي او دا پټ اسناد بايد کره، پټ او اخلاقي اهميت لرونکي معلومات وي، خو نورې افوا گانې ، نظرونه، او نور داسې ناکره څېزونه نه خپروي چې په اړه يې دوى دقيق معلومات ونه لري.
دا ويب پاڼه د سن شاين ( لمرڅرک) په نامه يو تنظيم پرمخ وړي او دوى وايي چې زموږ دويب پاڼې سره له مالي اړخه د انساني حقونو ټولنې،څيړنيز ژورناليزم والا خبريالان ، د ټيکنالوژي ماهرين او عام خلک، مرسته کوي.
ويکي ليکس چې د انټرنيټ پر مخ راغلې تر اوسه پورې له بلا ستونزو او بندېزونو سره مخ شوې ده،چې مشرتابه ډله يې وايي : تراوسه يې زر داسې حملې تمبولې دي چې د دوى د ويب پاڼې د بنديدو لامل کېدلې.
دا ويب پاڼه په بنسټيز ډول د سويډن د انټرنيټ د يوې برابرونکې ادارې (پي ايس کيو) له خوا چلول کېږي ، دا اداره د فايلونو د تبديلېدا، او فايلونو شريکولو د ويب سايټ (پايريټ) له امله ډېره مشهوره ده.
د دوه زره لسم په لومړيو دوو مياشتو کې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله ددې امکان و،چې ويب پاڼه بنده شي خو د بېلابېلو کسانو، او ادارو څخه په لاس ته راغلې مالي مرستې يې د بنديدو له گواښ څخه بچه کړۀ.
اسانچ بي بي سي ته وويل ويپ پاڼې ډېرپرمخيون کړى اوپه ډېر مقدار کې مواد ورته رسېدلي دي.
په روان کال کې امريکايي مشهور ورځپاڼې نيويارک ټايمز، دي گارډين، او جرمنۍ ورځپاڼې شپيگل سره د افغان جنگ د معلوماتو په شريک کولو سره دا ورځپاڼه نوره هم مشهوره شوه.