کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان دولت د روسانو په راتګ بېخبره پاته و ( عبدالمقيم افغان)

افغان دولت د روسانو په راتګ بېخبره پاته و ( عبدالمقيم افغان)

عبدالمقيم افغانپکه دادی لا بله سپکه!


افغان واکمنانو بیله دې چی د افغان ولس خپلواکی، سوکالی او پرمختګ په پام کی ونیسی تل یې پر پردیو تکیه کړي، افغانان یې کله دغرب او کله دشرق دګټو قربانی کړی… خو افغانستان په خپله غیږ کی داسی اتل زلمی روزلې چی دچنګیز تورو ته یې سینې سپر ګرځولې، ګرګین یې دمرګ کندې ته لیږلی، دانګریزانو په ناولیو وینو یې میوند رنګولی او روسانو ته یې داسی غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه چی لویه امپراطوري یې دړې وړې شوه…


پر هیواد باندی دروسانو دبرید په پایله کی نژدی دوه میلیونه افغانان شهیدان، درې میلیونه معیوب او تر لس میلیونه ډیر نورو هیوادونو ته مهاجر شول.ترڅو په (۱۳۶۸) کی دشهیدانو هیلې ترسره شوې، روسی پوځونو داسی شرموونکې ماتې وخوړه چی بیا یې هیڅکله په افغانستان کی آن په خوب کی هم دپوځی شتون تصور نشو کولای.
دادی دوه وېشت کاله وروسته بیا ماته خوړلې روسان دافغانستان پر غیرتی خاوره پداسی حال کی خپل ناولی قدمونه ږدی چی له ځانه ناخبر،بی غوره او بی بندوباره افغان دولت لا پرې خبر شوی هم ندی.


تیره پنجشنبه دامریکا په مشرۍ  ناټو او روسیې ځواکونو بیله دی چی افغان دولت ته خبر ورکړی په ننګرهار کی دنشه یې توکو دله منځه وړلو په پلمه عملیات وکړل. دحیرانتیا وړداده چی دافغانستان دولت دننګرهار له عملیاتو اوپه افغانستان کی دروسی پوځیانو له شتون نه وروسته له هغه خبر شو چی په مسکو کی روسی او امریکا یی چارواکو دیادو عملیاتو په هکله څرګندونې وکړی.


دافغان دولت د بیغورۍ او نه همغږۍ یوه بیلګه داده چی دافغانستان دنشه یې توکوسره دمبارزې وزارت دروسی پوځیانو لخوا دعملیاتو هرکلی او ستاینه کوی، خو ولسمشر بیا یاد عملیات غندی اودهیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت ته یې ستر ګواښ بولي.