کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۸ ۱ )

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۸ ۱ )

دقریب الرحمن سعید ژباړه


تاسو ددې  ناول  اتلسمه برخه  لولئ….
پرلپسې ۳۵مه
دمالوه  راجه   اودهغه  تر څنګ  د راجه رتن  سین  نایب  سپه سالار  مادهوراې  او دجالور  د راجه  کانیرویو  د  لورې  راغلې  لښکر ې  ډیر  ډاډه او مطمئن ول . ځکه دهغوې  شمیره  ډیره زیاته  وه . اوهغوې هیله من و   چې  هغوې  به  په هر صورت د مالوه  د ښاره  بیرون  د علاؤالدین  لښکر ته په ماتې  ورکولو   بریالی شي .
د راجه کوکا  سره خپل  یولک او څلویښت  زره   لښکر و  ، یواځې دهمغوې شمیره  د کمال الدین او عین الملک د فوځونو څخه  ډیره  وه . را جه کوکا  دهمدې  حالاتو  په اساس  ډیر ډاډمن اوخوښ و . نو په دې اساس  یی  جنګ  په خپله پیل کړ . هغه خپل ټول  فوځ د جنګ  د اور  لمبو  ته  را  و غورزاوه ، او په کمال الدین او عین الملک   باندې  یی  خپله توپانې  او وینه تویونکې  حمله پیل کړه .
د راجه کوکا په لور په کتلو سره د راجه  رتن  سین  نایب  مادهورې  هم  په حرکت  راغې ،او خپل لښکر یی د جنګ  په لمبو کې  را ننویست ، دهغه  وروسته د  جالور  د راجه  کانیرویو  لښکر هم  د خپلو ملګرو  څخه  شاته  نه شو  او دعام وژونکو   په څیر  یی د کمال الدین او عین الملک  په ځواکونو  باندې  را  هئې کړل .
لمړۍ کمال الدین اوعین الملک د دښمن  مقابله  وکړه او خپل ځآنونه  یی متسحکم کړل . وروسته بیا  کمال الدین  په خپل کار پیل وکړ . او خپلو  فوځونو ته  په حکم  کولو سره یی  ځوابي  حمله پیل کړ ه . دهغه  فوځ دهغه  په حکم  باندې  په دښمن باندې  لکه  د تور    ورانونکې  توپان په څیر   ور  پریوت .
دکمال الدین  نه  وروسته عین الملک  هم  خپل کار پیل کړ. هغه  هم  په ډیره  بیړه   د توپان  په څیر  مخته ولاړ .
دمالوه  دښارګوټي نه بیرون   وینه تویونکې   جنګ  په پوره  ځواک  سره روان و  ، راجه کوکا  په هر صورت غوښتل  چې  د علاؤالدین لښکر ته ماته ورکړي  خو دهغوې   لښکر هیڅ  وړاندې تګ  نه  شوکولې ، هغه فکر  کاوه  چې د هغوې  په  همغه  لمړۍ  حمله کې به د علاؤالدین لښکر   له منځه  ولاړ شي  اویا به و تښتی  خو داسې و نه شول.  بلکه  کمال الدین  اوعین الملک ملتاني  په یوه ډول  د راجه کوکا  اودهغوې  دمتحدینو ټول  ځواک  یو ځل  تم کړې  و .
دمالوه  ښار څخه بیرون  سخت  جنګ  جریان درلود ، خو هغه هیلې  چې راجه کوکا دخپلو متحدینو  پورې  تړلې  وې هغه تر سره  نه شوې ، هغه فکر کاوه  چې  په څو  لمحو کې به د علاؤالدین لښکر تیښتې ته مجبور کړ ي او بیا به یی داسې  وینه تویونکې  تعاقب وکړی  چې دهغوې  څخه هیڅوک  هم ژوندې پاته نه شي . کله چې   جنګ  اوږود  شو  نو د  راجه کوکا ټولې هیلې  په ناهیلیو باندې  تبدیلې  شوې.
په همدې وخت کې  د عین الملک ملتانې په لښکر  کې  ښکر غږونکې ښکر و غږاوه ، اودا کمال الدین  ته اشاره وه  چې اوس  شاته د تلو وخت  را رسیدلې دې . د ښکر غږونکې  د ښکر  داواز  سره سم  د عین الملک او کمال الدین لښکر  چې ددښمن  سره په  سخت  جنګ  کې  را   ګیر و  شاته  تګ  پیل  کړ .
دهغوې دې کار  د راجه کوکا  ټولې ناهیلۍ بیرته  په هیلو باندې  بدلې کړې ، هغه په  خپل  مخکې  ددښمن   ماتې په خپلو سترګو  کتله ، خو کله  چې هغه وکتل  چې ددښمن  لښکر وروسته  روان  دې  نو هغه  خپله ماتې  به  فتحه  باندې  بدله کړه  .
دپه شا تګ  په وخت کې  کمال الدین اوعین الملک  تر هغوې  چې ددښمن  فشار  زغملې  شو هغه یی زغمه او په خپل منځ کې یی فاصله  زیاتوله .  ددې پایلې داشوې  چې  ددښمن ډیره  زیاته شمیره  ددوې  دواړو تر منځ  را ننوتل  تر څو  د ټولو اړخونو څخه په دوې باندې یرغل  راوړې او دوې   ته د تیښتې کولو لارې  بندې کړي .  په همدې وخت کې  یوځل بیا د عین الملک  په لښکر کې  ښکر غږونکې  ښکر و غږاوه ،اودا کمال الدین ته اشاره وه  چې  اوس نو  شاته  تګ  بند کړئ او د مخکې  تللو له  پاره خپل کار پیل کړئ .
دښکر د غږ اوریدلو  د کمال الدین په وجود کې    د جذباتو  لښتې را وپارول، هغه د  پخوا څخه د جوړ  شوې  پروګرام  په اساس  هغه خپل لښکر په دوو برخو وویشه ، یوه برخه یی د مخته  راغلی دښمن د تم کیدو  له  پاره ځانګړې  کړه ، او په داسې حال کې ددښمن  دبلې برخې  سره  پخپله ددښمن  په  هغه   لښکر باندې  لکه  دتوپان  په  څیر ور  وغورزید چې  د کمال الدین او عین الملک  ملتانی  تر منځ را ننوتي وول.
د راجه کوکا د لښکر   په  هغه  برخې  باندې کمال الدین په ډیره  زړه ورتیا سره   وینه  تویونکې حمله وکړه ، دهغه سره یو ځاې یی  عین الملک  ملتاني هم خپله  پریکړه  عملی کړه  هغه هم  خپل  لښکر په دوو  برخو   وویشه ، یوه برخه  یی د راجه کوکا  د لښکر  د تم کولو په خاطر  ورکړه اوبله برخه  یی  د راجه  په لښکر  لکه د زبیښونکو زمریانو په څیر  ور  پریوتې وه .
په  څو  لمحو کې  کمال الدین او عین المللک ملتاني  د راجه کوکا دلښکر هغه برخه  له منځه وړې  وه چې ددوې  دواړو تر منځ  را ننوتی و. دهغې  وروسته  یی خپل ټول لښکر  را یوځاې  کړ  او کمال الدین او عین الملک ملتاني د راجه کوکا  اودهغه په متحدینو باندې  د پوره  ځواک   سره   یرغل  ور وست . د راجه کوکا   لښکر  دا  درک  کړه  چې ګویا د جنګ  میدان   دهغوې  له پاره د مړینی  قبر وګرزید . زمکه ورته  انګار  وګرزیده  ، د راجه کوکا د لښکر   مخونه  دتیږو  او خاورو  په څیر په ګرد کې ډوب  شول  او دهغوې په وجودنو  او  رګ  رګ  باندې  اور  ولګید. دمالوه  دښاره بیرون د جنګ   په   میدان کې  مرګ  هر لورې  ته نڅا کوله ،
اوس د جنګ  حالات  داسې  روان  و  چې  کمال الدین او عین الملک ملتاني  د راجه کوکا  لښکریان  هرې  لورې  ته  ټوټه  ټوټه کړی و او په هغوې کې  یی عامه وژنه  پیل کړې وه  دهغوې  لمړۍ لیکې  بلکل   له منځه  تللې وې  ، او دهغوې ځاې  وروستیو  لیکو  نیولې و. خو بیا هم  دراجه کوکا  لښکریان دکمال الدین  او عین الملک  تر  فشار او   ویرې  لاندې  راغلی و. دهمدې  څخه په ګټه اخستلو سره  کما ل الدین او عین الملک  ملتاني  د راجه  په لښکر باندې  خپل  زړه  یخ  کړ او  قتل عام یی  په کې  پیل کړ.
د جالور  د راجه  کانیرویو  لښکر  چې کله وکتل  چې د  مالوه  نه بیرون  د راجه کوکا د لښکرماتې  څرګنده  ده . نو هغوې د راجه کوکا   سره  خپل   اړیکی پرې کړل او د  جالور  په لور  و تښتیدل  ، په اصل کې هغوې نه غوښتل د مالوه نه بیرون د  راجه کوکا  له پاره ځانونه ځار کړي  ، دا  حالات  د راجه کوکا  له  پاره د اندیښنې   وړ  نه  و  ځکه د هغه خپل  یولک او څلویشت  زره  فوځ موجود  و   ، په همدې وخت کې د راجه  رتن سین  د لښکر  نایب  سالار  مادهورې  هم  د خپل  فوځ سره یو ځاې د   جیتور  په  لور  تښتیدلې و. د مادهورې او راجه کانیرویو  د  فوځونو د تللو  وروسته  د راجه کوکا  لښکر  تر ډیر  زیات  اغیز  لاندې  راغې ، هغوې  پخوا هم د کمال الدین او  عین الملک  ملتاني د فوځونو له اړخه  د  پوره  ځانی تلفاتو سره مخ  شوی و. اوس  چې دهغوې  غوږونو ته داخبره هم ورسیده  چې  د راجه کانیرویو  او راجه  رتن  سین  فوځونو میدان پری ایښې  دې  او تښتیدلې دي  نو دهغوې  حوصلې نورې هم   پستې  او د ذلت  نه ډکې  شوې . کمال الدین اوعین الملک دهمدې  وخت نه  په  ګټې اخستو  سره  پر هغوې  باندې خپلې  حملې نورې هم  سختې کړې .  د لږڅه  وخت  لپاره په  مالوه کې  اوبیا د مالوه  شاوخوا کې  پوره  جنګ  جریان  درلود ، چې په پایلو کې یی راجه  کوکا  ته  سخته  ماتې  ور په  برخه شوه  او  د جنګ دمیدان  څخه وتښتید. کمال الدین اوعین الملک  په پوره  ځواک  سره  هغوې  تعقیب  کړل  اودهغوې  پسې   دمالوه ښار ته ور ننوتل ،کله چې  راجه کوکا  وکتل  چې کمال الدین اوعین الملک دهغوې  تعقیب  نه پریږدي  نو په ښار کې یی هم  دهغوې  سره دټکر کولو هوډ وکړ  خو هلته هم  دبدترینې  ماتې سره  مخ  شو . ددې ماتې په  پایلو کې تر هغې  چې د راجه کوکا   ټول  وسله وال د تیغه تیر کړل شول  نو هلته راجه کوکا هم د جنګ  په میدان کې  له منځه ولاړ . اوپه دې ترتیب  په مالوه باندې کمال الدین اوعین الملک ملتاني  قبضه وکړه  ، دوې  تر څه وخته   پورې دلته پاته شول او دمالوه د ښار  حالات او انتظامات  یی درست کړل.
کمال الدین او  عین الملک ملتاني  څو  ورځې دلته  په مالوه کې   تم  شول . خپلو عسکرو ته یی ددمې کولو  له پاره وخت  ورکړ ، دزخمی  عسکرو   ملهم   پټۍ یی وکړې  او  بیا   یو ځل  بیا دخپل متحده لښکر  سره  را ووتل .  دا ځل ددوې  منزل  راجین و . خو راجین  یی  دکوم  مقاومت  پرته   و  نیوه ، ځکه هلته ددوې مخې ته کوم  ځواک   را نه غې ،  د راجین  نه وروسته  دوې   په دهارانګر او چنډیرې  باندې  هم قبضه وکړه ، او ددې ټولو ښارونو د فتحې کولو  خبر یی سلطان   علاؤالدین  ته  استوو .
کله  چې ددې ټولو  فتوحاتو خبر   په دارالسلطنت  دهلی کې  سلطان علاؤالدین  ته  ورسیده ، نو سلطان د فتح  په  خوشحالۍ کې د جشن  د جوړولو  حکم  وکړ . او په دې ترتیب د سلطان  په حکم د دهلي په ښار کې  اوه  ورځې   دخوشحالۍ  جشنونه او میلې وې  او په ټول ښار کې   مټایان   ویشل کیده .
کله چې  د مالوه ، راجین  ، دهارانګر  او چنډیرې  سیمی  ټولې  ونیول شوې  نو د جالور  راجه   کانیرویو  هم په خپله د کمال الدین اوعین الملک  لورې  ته راغې  اودسلطان علاؤالدین سره  یی خپله وفاداري اعلان کړه .د کمال الدین اوعین الملک  سره د کتلو  وروسته  دجالور  راجه  کانیرویو د سلطان علاؤالدین سره دکتلو له پاره دهلی  ته راغې. ترڅو هغه  تروې  ترخې  له منځه  یوسی  چې دده اوسلطان تر منځ  را پیدا شوې وې.
مالوه  ، اجین  ، دهارانګر او چنډیرې  دفتحه کولو نه وروسته  عین الملک اوکمال الدین  یو ځل بیا  مالوه ته راغلل  اوهملته یی د خپل لښکر سره  قیام وکړ  ، هملته  په مالوه کې دې  دواړو  ته د سلطان علاؤالدین احکامات  ور  ورسیدل ، دهمدې  احکاماتو په  اساس  عین الملک  ملتاني  د سلطان  له اړخه د مالوه  حاکم  ټاکل  شوې و  ،په داسې حال کې  چې کمال الدین ته  هم  حکم  شوې  چې هغه دې هم  سمدستی  هملته په  مالوه کې  و اوسیږي . دلته د پاته کیدو  په وخت کې دې نه یواځې د سلطان  علاؤالدین د احکاماتو انتظار وکړي  بلکه  په مالوه  کې د قیام په وخت کې دې  د چیتور د نوې  راجه  راجکنور  سره  اړیکی  کلک کړي اود کیتهل  د  راپیدا کیدو  له پاره دې هلې ځلې پیل کړی.
په همدې وخت کې  سلطان علاؤالدین  ددیپالپور  حاکم  ملک  تغلق  ته  هم نوې  احکامات  ور  لیږلی و  ، هغه ته  یی حکم  لیږلې و  چې  هغه  دې  هر کال  د کابل ، قندهار   اوغزنی په  ښارونو  یوه څارنه کوی  او هر هغه  مزاحمتی ځواک  چې په دې سیمو کې  سر را پورته کوی  هغه دې له منځه  یوسي  تر څو په راتلونکې کې  کله  هم   منګولیان   ددې سیمو څخه  په راوتلو سره د سلطان  علاؤالدین  په مملکت  باندې  دحملې اویرغل کولو  جرئت  و نه کړاې  شي .
دسلطان  علاؤالدین  ددې  احکاماتو   وروسته ،ملک   تغلق   په  عجیبه  توګه  خپل  کار  پیل کړ ، په د اسې  حال کې  چې  هغه د دیبالبور  حاکم و خو دسلطان دحکم  نه وروسته  اوس  به هغه هر کال  کابل ، قندهار  غزنی   او ګرم  ښار  باندې  ورته ،ددې ځای  ښارونه اوکلی به یی  یو په بل پسې  خرابول اوتاراج کول به یی. همدا  راز  به یی ددې سیمو  څخه خراج اخسته اودسلطان  دربار ته  به یی  لیږه .
په دې سیمو کې  دمنګولیانو څخه  علاوه   د نورو  ځواکونو دخپل منځی اخ ودب   له  امله  په منګولیانو کې دومره همت  نه و  چې هغوې دې ددیبالپور د حاکم  ملک تغلق  مقابله وکړی .  په دې توګه کله  چې  د منګولیانو د  سرکشۍ  دوره  پاې ته ورسیده  نو دهندو ستان  تر منځ  هغه ښار  چې تردې وخته   پورې د منګولیانو د تاراج او چپاول   ښکار ګرزیده  ،په  هغه کې هم  امن  و امان  قایم شو.
دداسې  کړنو په  اساس  د  تلو  راتلو  ټولې  لارې  خلاصې  شوې ، تاجرانو او کارګرانو ته   د تجارت اوکار  موقع اوفرصت  په لاس  ورغې ،په  ټول  هیواد کې  امن و امان  شو  اوسلطان علاؤالدین خلجیي په خپل  تخت  کیناست  او ترلرې  لرې  ځایو پورې  یی په  فاتحانه  سترګو  سره کتل .
ویل کیږي  چې په هغې ورځوکې د سلطان   علاؤالدین  ستورې  داسې  په  عروج کې  و، چې  علاؤالدین به کومې لورې ته  سترګې  اړولې هغه به یی سوبه کوله  اوکومه زمکه  به  یی  چې  خوښه شوه هغه به یی د کوم  مزاحمت پرته  قبضه کوله .
په کومه توګه  چې سلطان  علاؤالدین  د خپلو موخو  او اهدافو  په   تر لاسه کولو  کې  بریاوی تر لاسه کولې او په  کومو  فوځی  تمریناتو او جنګونو  کې  چې  قسمت  ورته  څومره  کامیابۍ  ورکولې نو یو شمیر خلکو  دا  هر څه دهغه کرامت   وګڼل ، اودهغې  ارادو ته  یی د کشف اوالهام  درجه  ورکړه  .  یو شمیر  خلکو د سلطان علاؤالدین ټولو بریاو  ته د  مافوق الفطرت  درجه ورکوله،خو ځینو نور و بیا دا  هر څه دهغه  له پاره  یو ازمیښت  ګاڼه ، خو هیڅ  داسې خبره  نه وه  ځکه  دسلطان  علاؤالدین دا ټولې بریاوې  دهغه د ذاتي عسکری   وړتیاو  اوهغه  د جنرالانو  جنګی تجربې  ،زړه ورتیا  او ښه پلان  شوې  پروګرامونه و .
۳۶
یوه ورځ سلطان علاؤالدین  ځانته ناست و ، په همدې وخت کې دهغه ښځه  راني کنول دیوي  دهغه  خونې ته  را ننوتله ،که  څه هم د کنول دیوی  عمر  ډیر تیر شوې و  خو  بیا هم  دخپل ښاست او جمال  له اړخه   بې نمونې  تصور کیده . کله چې هغه  هغې خونې ته  راغله  نو علاؤالدین  ورته دخپل ځان   سره د نزدې کیناستو  وویل. ملکې  په خندا سره د علاؤالدین  خبره ومنله او را نژدې  شوه او تر څنګ  یی کیناسته .  علاؤالدین  د خپلې رانی کنول دیوی په لور د کتلو   په وخت کې وویل :
 داسې  معلومیږی  چې ته  دکوم ډیر  مهم  کار   له پاره دلته زما خواته راغلې یی. ایا د چاپه اړه کومه سپارښتنه کوې ، او یا د چا څخه د بدل د اخستلو  په هڅه کې یی. دهغه په دې خبره  کنول دیوی  یوځل بیا  مسکۍ  شوه    او ورته  یی وویل :
درونده سلطانه ْ! هیڅ  داسې خبره نه  شته . بلکه ما  خپله یو  شخصې  خبره  درته  راوړې ده  او غواړم  درسره یی شریکه کړم .
ماته  ډاګیزه  شوې ده  چې تا د مالوه  د  سوبې وروسته   عین الملک  هلته  دمالوه  حاکم  ټاکلې دې . په  داسې حال کې  چې کمال الدین  هم هلته  په مالوه  کې  د خپل لښکر سره  پړاو کړې دې ، تر څنګ  یی  ته اوس  په نژدې  ورځو کې  غواړې  یو بل  لښکر د ملک  کافور  تر قومندې  لاندې  و  استوې ، او زه  په دې  هم خبره  شوې  یم چې  دا لښکر  به لمړۍ  مالوه  ته ځی  اوبیا به کمال الدین  دخپله ځانه سره  اخلی  او  پر دکن  باندې  به  یرغل کوي ، خو ته ماته اوس دا ووایه ، چې هغه څه  چې ما ته رارسیدلی دی ، دا  سهی دی  نو دهغې  وروسته  چې بیا زه څه  غواړم   همغه  به درته  ووایم .
دکنول دیوی ددې خبرو  د اوریدو وروسته  سلطان علاؤالدین  تر څه وخته  پورې  خاموشه  و او فکر یی  کاوه . بیا مسکې  شو او ویی ویل :
کنول دیوی  ! تا چې  څه اوریدلې دی  هغه دې سهي اوریدلی  دی . خبره داسې  شوې ده چې  د دیوګړ    راجه  رام دیو  د تیرو درې کالو راهیسې  زمونږ  خراج  مونږ ته  نه   راکوي ، ددې نه  اخوا  زمونږ  مخبران  هم مونږ ته په پرلپسې توګه دا خبر  راکوی  چې د  دیوګړ   د راجه  رام دیو   حرکات او افعال  د یوه  بغاوت  په لور روان دي .  ددې تر څنګ   ددکن  راجه  «راې کرن  »  هم  په دې لړ کې د  رام دیو   بسپنه کوی ،  د راې کرن  نه اخوا د سیمی نور  واړه او غټ  سرداران  هم  راجه  رام دیو  زمونږ پر خلاف   را پاروي ، او د بغاوت  او سرکشۍ په لور یی  راکاږي ، نو په دې خاطر مې د ټولو د ځپلو له پاره  اراده کړې ده  اوپه همدې خاطر یو لښکر  هملته  استوم .
زه  همدا  اوس د ملک  کافور  انتظار کوم ،کله چې ملک  کافور  راشی نوزه به ورته  دا انتظام  ور  وسپارم . هغه به ددې ځایه یو لښکر  له ځانه سره  واخلی او دمالوه  په لور به ولاړ شي .دمالوې  څخه  به کمال الدین  او  عین الملک هم له ځانه سره واخلي،  ددې نه علاوه  ما  په  ګجرات کې خپل حاکم   الخ خان  ته  هم قاصد  ور  استولې دې  او ورته مې  ویلې دې  چې ورته ووایه  چې  ډیر ژر  به یو لښکر د دکن  په  لور  وړاندې تګ  کوی  نو څومره  چې کیداې شي  نو ددکن  د یاغی  راجه ګانو  د ځپلو له پاره دې  دهغوې  مرسته وکړی .
کنول دیوي  !  څه چې رښتیا اوحقیقت  و هغه مې درته ووایه . اوس  نو ته څه ویل  غواړې ، هغه کار  چې ته یی ویل  غواړې  که چیرې  زما په وسه کې   نه  وی  نو  زه به  یی درڅخه  په څرګنده  توګه   معذرت  وغواړم . او هیله ده   چې  ته به  یی بده  ونه   ګڼی ، دهغه په دې خبره کنول دیوی  په ډیرې  هیلې سره  سلطان  ته مخ کړاو  ورته یی وویلې:
درونده سلطانه !  ستا په حرم کې درا ننوتلو  څخه دمخه ،کله چې  زه  د دکن  د راجه راې کرن    ښځه  وم ،نو زما دوه  لوڼی وې ،هغه وخت  چې  زه ددکن  څخه  را ووتلم اوستا په لور  راغلم  نو هغه وخت هغوې دواړه  ډیرې  کوچنۍ وې ، اوس  ماته معلومه شوې ده  چې  زما مشره  لور  مړه  شوې ده  خو هغه کوچنۍ  لور مې، کومه  چې مې  څلور کلنه پرې ایښې وه  اونوم  یی  دیولدي  دې   ، ژوندۍ ده .  د خلکو خبره  ده  چې  هغه اوس  پوره  ځوانه شوې ده ، ډیره زیاته  ښایسته  او د ښه  صورت  خاونده ده . نو په دې  اساس  درونده سلطانه !  زما یوه  غوښتنه ده  چې زه خپله لور   دیولدی   یوځل ووینم  اودخپله ځانه سره یی دلته کینوم .
اوس چې تاسې  په دکن  باندې دحملې  له پاره یو ستر لښکر هغې  لورې ته استوئ  نو په دې لړ کې تاسې زما دا  کار هم تر سره کړئ ، زه  له   تانه دا  غواړم  چې زما لور دیولدی ماته  را ورسوئ  تر څو هغه له ماسره   زما  د زړه د ټوټی  په څیر را یو ځاې شي  او همدلته   راسره  یو ځاې  دیوه وجود  په څیر   و اوسی .
کله چې کنول  دیوی   غلی  شوه  نو سلطان  علاؤالدین  ورته  مسکې  شو او ورته یی وویل :
ما فکر کاوه  چې ته  به  کوم  دروند اوستر کار  زما په اوږو  را بار کړې ، خو هغه کار  چې تا ماته  را وسپاره  نو هغه  خو  دومره خبره  نه ده . کنول دیوي  ، ته بلکل  ډاډه اوسه ، زما  به همدا نن  څو کسه  قاصدان دګجرات حاکم ته ور  واستوم تر څو  په  هره توګه  چې شونې وي  دیولدی   را پیدا کړی  او په    ډیر درنښت او  احترام سره یی  دهلی ته  ستا  څنګ  ته  را ورسوی.
که  چېرې د دیولدی په  لاسته راوړو کې الخ  خان  ته کومه ستونزه پیدا شوه  نو ملک کافور ته به د تللو په وخت  کې  زه  تاکیید وکړم  چې په هر صورت  چې  شونی وی  دیولدي  و لټوی  او ماته یی دلته دهلي ته  را واستوي ، اوس  نور ووایه  ، ته نور څه ویل هم غواړې ؟
د سلطان علاؤالدین دځواب  په اوریدو سره  کنول دیوي  ډیره زیاته  خوشحاله شوه، بیا دخپله ځایه پورته شوه  او ویی ویل :  درونده  سلطانه  !  زه ددې څخه  اخوا  نور  څه  له تا نه  غواړم . زه د خپله  خداېه   ممنونه  یم  چې ستا په حرم کې  د راننوتلو وروسته  ما  ته هر څه  میسره دی ، هر نعمت  زما تر مخه  دې ، بس  دخپلې لور  دیولدي  سره دکتلو خواهش  مې په زړه کې ګرزیده ، نو هغه هم داسې معلومیږ ې  چې  ستا په هلو ځلوسره به تر سره  شي . زما  په فکر  چې  که دګجرات  حاکم  الخ  خان  ددې ځایه د تلونکې  ملک کافور خان سره یو ځاې  هلې ځلې وکړی نو زما لور  دیولدی  ماته  را  رسیدې شي .  په ځواب کې یی علاؤالدین ورته وویل :   کنول دیوي !  مه  اندیښمنه کوه  او مه  غمژنه کیږه .
   کنول دیوی  څه نور ویل   هم  غوښتل  چې په همدې وخت کې  د سلطان علاؤالدین  ساتونکې  دننه  راغې  اودملک  کافور د راتللو  خبر یی ورته ور کړ.  کنول دیوي  سمدستې  دشا  ددروازې  له لارې  دهغه  ځایه ووتله ، او ساتونکې د سلطان  دحکم سره سم  ملک کافور ته ر اتللو  اشاره وکړه .
علاؤالدین  ملک کافور ته  دکنیاستو  اشاره وکړه  نو کله  چې  هغه کیناست  نو علاؤالدین ورته وویل :
ملک کافوره زویه ! تا ته  به ډاګیزه  شوې  وې  چې د  دیوګړ  راجه  رام دیود څو تیرو کلونو راهیسې  مونږ ته خراج  هم نه راکوي  اوددې  نه اخوا  زما  د مخبرانو  خبره  ده  چې  رام  دیو د بغاوت اوسر کشۍ  لورې ته روان دې،  هغه  په دې لړکې د دکن  د راجه راېکرن   نه  علاوه  د نورو  لویو او وړو  راجاګانو  ملاتړ  هم تر لاسه کړې دې.  د تیرو  څو  ورځو  را هیسې  ما یولښکر  مختص کړې دې  او زه غواړم  چې ته سبا ددې لښکر  سره یو ځاې  د دکن  په لور ولاړ شې .  زه  په هر  صورت   چې  شونې  وی  رام دیو ، رایکرن  او ددکن نورو  راجاګانو ته  د سزا ورکول  غواړم .
ملک کافوره  زویه !  هغه لښکر  چې ما  له تاسره  تللو ته  تیار کړې دې  ، ته به دهغې سره  د سبا ماښاما  پورې ددې ځایه کوچ کوې ، ددې ځایه د تللو وروسته به  په مالوه کې  پړاو کوې  ، ما  مالوه کې  عین الملک او  کمال الدین ته هم  قاصدان  استولې دی  هغوې  به  په دې کار  کې له تا سره یو ځاې وي ، په مالوه کې   د تم کیدو په وخت کې  ټولو  راجه ګانو ته  لیکونه  واستوه  اوهغوې ته د اطاعت او فرمانبردارۍ  توصیه وکړه ، که  چیرې  هغوې  دا  ومنی نو دا  به دهغوې  له پاره  غوره وی او زمونږ له پاره به هم  ډیره  ګټوره  وی. نو بیا دهغوې پر خلاف د جنګ  نه لاس واخله .
دګجرات  والی  الخ  خان  به هم له تاسره   په  پوره  ځواک  سره  په دې  جنګ  کې  ګډون کوی، ما هغه ته  هم قاصدان  استولې دي ، هغه به هم  تر دې وخته  پورې   خپل لښکر  تیار کړې وی.
ملک کافوره  واوره !  په دکن  باندې د حملې کولو په وخت کې  به ستا مخته دوه  ستر محاذونه پرانستل کیږی .  یو محاذ  به ددکن د  راجه  راېکرن  له  اړخه پرانستل کیږی ا و بل  به  د دیوګړ   د راجه  رامدیو  له اړخه  وي . هغه قاصد  چې ما د ګجرات د حاکم الخ خان په لور استولې دې  نودهغې په واسطه ما الخ خان  ته هدایت  کړې دې  چې  هغه دې  پخپله د رایکرن  سره  مخا مخ  شی  او  الخ خان دې  د دیوګړ  د راجه   رامدیو    سره  . دمالوه  څخه د حرکت  په وخت کې به  عین الملک  او  کمال الدین هم  له تاسره  وي  کله چې تاسې څلور  واړه  په کوم  ځاې کې سره  را ټول  شوئ  نو بیا لښکر  په دوو  برخو  وویشئ ، یوه  برخه  به ته واخلې او ددیوګړ  د راجه  رامدیو  مقابلې ته به  یی یوسې   اوبله برخه  به الخ  خان  د راېکرن   په خلاف  په حرکت  راوړي .
ملک  کافوره !  ته کولې  شې   دکمال الدین اوعین الملک  څخه  یو کس له ځانه سره واخلې  ، زما نظر دادې  چې ته عین الملک  له ځانه سره  واخلې ، زه غواړم چې کمال الدین د  الخ خان سره د رایکر ن په خلاف  و جنګیږی. دوې  دواړه  به درایکرن  سره  لاس وګریوان کیږي ، ما  اوریدلې دی  چې  راېکرن   خپل ځواکونه ډیر زیات   ځواکمن کړی دی  اوزه هیله  لرم  چې کمال الدین او الخ  خان  به  دواړه  یوځاې  راېکرن  بې وسې کړي  او غلبه  به پرې  ومومي ، او همدا  راز  به ته د عین الملک  سره یو ځاې د دیوګړ   راجه   رامدیو  د خپل ځان مطیع او فرمانبدرا و ګرځوی.
تر دې ځایه دخبرو  وروسته  سلطان   تم شو  او د لږ  څه ځنډ اوفکر وروسته یی   یوځل بیا   وویل :
ملک  کافوره  ! دا خو یو کار و . تا ته د هدایاتو د ورکولو دمخه مې دلته په ذهن کې   یو څه وو چې تاته  یی باید ووایم . خو ستا د راتلو تر مخه  کنول دیوي  را سره خبرې وکړې  ، هغې یوه نوې موضوع  را پورته کړې ده . هغې  اسلام  منلې دې ، اوما هم هغه په خپل حرم کې  را ننویستې ده . هغې د راېکرن  څخه دوه  لوڼي  درلودې ، دهغې د وینا  په اساس دهغه ستر لور  مړه شوې او کشره یی  اوس د ځوانۍ  په مرحله کې ده . دهغې نوم  دیولدی  دې . اوس  کنول   غواړې  چې په  هر صورت  چې شونې وې  دیولدي  دخپله ځانه سره  را یوځاې کړي  ، زه  به  په دې  لړ کې د ګجرات  حاکم ته  قاصد  هم  ور ولیږم . اودهغې  له پاره به په دې  اړه احکامات  هم  ورکړم  تر څو په هرصورت   چې شونی وی  دیولدي  را پیدا کړې . ملک کافوره ! زه تاته  هم  دا وایم  چې  د کنول د وینا په اساس  دیولدی د هغې د سترګو  چراغ دې . نو په دې اساس د الخ  خان  په څیر  تاته هم داخبره کوم  چې هر څنګه  چې کیداې شی   ددکن  د راجه  رایکرن  لور دیولدی   ډیره  ژر  زما اړخ  ته  را واستوئ ، که څه  هم په دې لړ کې مو د سختۍ  څخه  کار واخست او یا د نرمۍ څخه .
سلطان یوځل  بیا په ډیر پریکونکې  انداز  سره ملک  کافور ته لګیا  شو او ورته یی وویل :
ملک کافوره  زویه !  هغه څه  چې ما  تاته ویل  غوښتل هغه مې درته وویل ، زه هیله لرم  چې هغه څه مې  چې درته  وویل  ته  به پرهغې د عمل کولو هڅه  وکړي  ، اوس ته ولاړ شه او دخپل  کوچ  له پاره ځان  تیار کړه . سبا ماښام  به زه ستا د تللو له پاره تیارې  وکړم .ددې خبرې سره سم ملک کافور دهغه خونې  څخه ووت  اوپه بله ورځ ماښام دخپل  لښکر  سره یو ځاې ددهلې  څخه د مالوه  په لور  روان شو .
پرلپسې لري….