(روح د اسلام له باوره)
د لرغونو طبیبانو , فیلوسفانو اونورو علماو باورونه
د لرغونی طب په اصطلاح روح یو لطیف بخار دی چې په زړه کې پیدا کیږي چې د ژوند دحس او حرکت لامل ګرځي.
لرغونو حکماو درې ډوله روح پېژندله:
۱-طبیعي روح :دا روح د حیوان او نبات ګډه روح ده چې د حیوان په اینه کې وی هغه ته «نباتیه» ،« نامیه »او «شهوانه» هم وایي.د طبیعي روح ځای اینه ده چې د ودې او خوړولو مسول دی.
۲- حیواني روح: دا روح په انسان او حیوان کې وي او د هغه ځای زړه دی او د رګونو په وسیله د بدن غړو ته ځي چی د غیر ارادی حرکاتو او شهوت مسول دی
۳-معنوي روح: دا روح دانسان یا ژوندی جسم یو جوهر دی د هغه ځای دماغ اصغر دی او د ارادی اوعقلي حرکاتو مسول دی
ځینې وايي روح یو روحي بدن دی چې په زړه کې دی چې هیجان او هوښیارې لري او په وینو او زړه کې ژوند کوي.
نفس د هوښياری یو ډول دی یا دژوند یوه جرقه یا ذر ه ده
ارواح یو ډول روانی یا روحی زیرمه ده چې دیو چا د فکر،دژوند تجریبو ،ښه یا بد په کې را ټولیږی چې د دې سیستم په اساس انسان د درو شیانو جوړ شوی دی: روح ، نفس او جسم.
د لرغونو حکما د باور د سیتم په اساس که له مړینې وروسته د انسان روح او نفس سره یوځای شي د هغه هوښیاری پاته کیږي اوبرعکس یې د هغه هوښیاري د تل لپاره ورک کیږي
سعدی وایي
ما کشته ی نفسیم و بس آوخ که برآید
از ما به قیامت که چرا نفس نکشتیم
فیلوسفان وايي روح دژوند تفکر دی چې غیرمادی دی ځانداره شیان په روح سره ځان پيدا کړی دی، چې سړی مړ شي روح په ابدي او غیر مادي ژوند له جسمه لیري ژوند کوي.
په فلسفه کې غیر مادي موجوداتو ته لکه مړو، ملایکو او شیطانانو ته روح ویل کیږي.
د دکارت او مالبرانش له قوله حیوانی روح په سا ه لرونکو کې په ځانګړې طبیعت اړه لري
روح د وینو یو جز اود هغه ډیره ظر یفه او متحرکه برخه ده چې دا ظریفوالی او تحرک د تخمیر او د زړه دعضلاتو د خوځیدو په وسیله لاس ته راوړي.
ددکارت د مکتب پلویان نظر لري چې حیوانی روح له شاهرګو له لاری سپاره د وینو پر خره مغز ته ځي او هلته د غیر مریي وسایطو سره ټول بدن ته خپریږی خو دا نطریه اوس هیڅ علمي ارزښت نه لري.
د روح په هکله نظریې
۱-مذهب روحي نظریه : په دې نظریه کې له بدن څخه روح جلا ده دا د سقراط ، ارسطو او مسیحی حکماو لکه « اګوسن» او بیا «دکارت»، «مالبرانش» ،«لایب نیتز» او په اخیر کې «راوسن» او «امیل بوترو» عقیده وه
د هغو دلیل دا دی چې وايي ډیر ژور مادي توپيرونه له نفساني تجلي سره وجود لري
مادی شیان بعد لري په حواسو پيژندل کیږی خو نفساني تجلی بعد نه لري، مستقیم نه لیدل یا پیژندل کیږي یوازې په وجدان پيژندل کیږي، د یو مادي شي حرکت کولی نشي په یو نفساني شی یاني په فکر تبدیل شي.
د دکارت په باور روح په یقیني علم سره پېژندلی شو.
نفساني ژوند په ژور ډول په بدني حیات اړه لري او هر یو په بل اغیزه شندي.
هغوی روح ابدي بولي چې د بدن له مړینې وروسته ژوندی پاته کیږي لکه چې سقراط له افلاطون څخه نقل کوي هغه وایي که دیو سازی ساز مات شي هغه بیا هم ژوندی پاته کیږي.
۲- دمادي فلسفې نظریه : دا نظریه په مذهب روحې نیوکه کوی چې له بدن سره روح هم مړه کیږي، دواړه سره جلا نه دی، نفساني ژوند د مادې تجلي ده.
ددې عقیدی پلویان «ذیمقراطیس» او «ابیقور» دی . په اتلسمه پیرۍ کې« لامتری»، «هلوسیوس»، «هولباخ »او په نولسمه پيړۍ کې «کارل فوګت»، «بوخنر»، «مولشوت»، دا نظریه ومنل، وایي روحاني امر د جسماني امر انځور دی.
مغز فکر ترشح کوی او اینه صفرا ترشح کوي.
د روح کلمه یو انتزاعی ( دکاره وتلی ) امر او یو فلسفي او متافیزکي ګمان ښیي او باور لري، چې وجدان بېله یو ( پی فنومن) بل شی نه دی .
۳- دروحي فلسفې نظریه : ددې فلسفې پلویان په مادیونو نیوکې کړي چې حسي مذهب د معرفت په هکله یو پوره نظر نه دی هغو د وجدان «اپي فنومن» هم ردوي.
۴- دنمودي فلسفې نظریه :دا نظریه روح مطرح کوي او د هغه د حل پسې ګرځي «هیوم» او« استوارت »دروح جوهر والی ردوي. هغوی وایي هغه نفسانی نمودونه دی خو دا نظریه هم تر نیوکې لاندې راغلې ده .
۵- دنقادې فلسفې نظریه: کانت باور لري، چې نفس او روح په مادي یا روحي بللوسره کوم ځواب نه پیدا کیږي. هغوی د ژوند پسله مرګ مني.
۶- دتحقیقي فلسفې نظریه- دا نظریه مذهب روحی او مادی دواړه متساوي متا فیزکي بولي او دواړه ردوي، او ابدی روح نه مني خو د روحی مذهب نظریه د اصطلاح په تغیر مني.
۷- دشهودي فلسفې نظریه: یا د برګسون شهودی مذهب دی چې د روح او بدن په موازتو باندې نیوکې کوي. خو د روح بقا منی