کور / تازه خبرونه / اسحق ګيلاني: کرزى دي د اېران د پيسو وضاحت وکړي

اسحق ګيلاني: کرزى دي د اېران د پيسو وضاحت وکړي

د افغانستان په ولسي جرګه کي له ايران څخه د کرزي د پيسو د ترلاسه کولو موضوع نن د شنبې په ورځ هم ګرمه وه.
د ولسي جرګې غړيو بېلابېل نظرونه درلودل. ځينو وکيلانو ويل په دې باب دي ولسمشر کرزى خپله پارلمان ته سپيناوى، د ځينو وکيلانو نظر دا وو چي د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال دي وپوښتل سي، خو د ولسي جرګې دوهم مرستيال امان الله پيمان وايي سبا به د جرګې د کمېټو رئيسان تصميم ونيسي چي پارلمان ته څوک د وضاحت دپاره راوغواړي.
د ولسي جرګې وکيل سيداسحق ګيلاني وايي ولسمشر کرزى دي خپله پارلمان ته راسي او د دې وضاحت دي وکړي، له اېران څخه د مرستي په پلمه پيسې يې ولي له قانوني لارو (د ماليې وزارت) له لاري نه ترلاسه کولې.
د اېران له خوا د افغانستان جمهوري رياست ته د پيسو د ناقانوني ورکړي موضوع تېره اونۍ د نيويارک ټايمز په يوه راپور کي رسوا کړه.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي ويلي وو د ولسمشر کرزي د دفتر رئيس عمرداودزى د اېران معاش خور دئ، له دې هيواد څخه دوامداره پيسې ترلاسه کوي او بيا يې د اېران د ګټو په خاطر پر ځينو دولتي کړيو وېشي.
نيويارک ټايمز د پيسو له هغه بکس څخه يادونه کړې وه، چي عمر داودزي د اګست په مياشت کي د اېران له سفير څخه په الوتکه کي ترلاسه کړى وو.
ولسمشر کرزي د راپور تر خپرېدو دوې ورځي وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي عمر داودزي دغه پيسې د ده په امر ترلاسه کولې، خو د ولسمشر کرزي له خوا د عمر داودزي سپيناوي موضوع نوره هم پېچلې کړه.
د ښاغلي کرزي تر څرګندونو وروسته په افغانستان کي دننه د پارلمان د وکيلانو، د سياسي کړيو، ولسي وګړو او نړۍ والي ټولني انتقادونه نور هم ډېر سول، او نيوکه کېږي چي که دغه پيسې رشوت نه وي، نو ولي د مافيايي کړيو په شان په بکسونو کي بېله کوم تړون څخه يوه شخص ته ورکول کېږي.