د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک په واشنګټن کي ويلي چي له طالب مشرانو سره د سولي په باب تماسونه نه دي نيول سوي.
هولبروک چي تازه له افغانستان څخه واشنګټن ته ستون سوئ وايي پر طالبانو له پوځي فشار سره – سره داسي نه ښکاري چي د طالبانو مشرانو دي له افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه کړى وي.
نوموړي وويل له افغان حکومت سره د ځينو سيمه ايزو جنګياليوله خوا تماسونه نيول سوي دي، چي هغوى د طالبانو په مشرتابه کي هيڅ رول نه لري.
هولبروک دغه خبري وروسته له هغه کوي چي دوې اونۍ دمخه د ناټو پوځي قومندان وويل چي دوى د طالبانو لوړ پوړو استازو ته د سولي په خبرو کي د برخي اخيستو دپاره کابل ته د ننوتلو اجازه ورکړې وه.