مهترلام باباادبي ټولني خپله پرله پسي درويشتمه ااونيزه غونډه په پيښوربورډبازارپي سي ايس کالج کي د جمعي په ورڅ درواني مياشتي په (نه ويشتمه نيټه باندي لسګونوشاعرانو ليکوالانو او دادب دمينوالوپه ګډون تر سره کړه.
دغونډي ريئس عبدالرحيم هلال ميلمانه يي عبدالروف عالم او داوودجبارخيل وو. دوياندويي چاري يي د تير په څير نن هم دعبدالوهاب څاروان په غاړه وې.
غونډه په څه له پاسه څلوربجي د علي خان احمدزي له خو دقران پاک د څو مبارکوايتونوپه اورولو سره پيل شوه.
دغونډي په پيل کي دغونډي په کاري برخه باندي خبري وشوي او له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وشوه چي په خپل وخت دي غونډي ته راځي څو يي په دي توګه غونډه نوره ښايسته کړي و ي.
ورپسي دنظير الحق قريشي له خو ا ګډونوالو ته دتير ي اونۍ راپور واورول شو چي دګډونوالو له خوا پري هر اړخيزه خبري اتري وشوي.
په راپورله بشپړي کره کتني وروسته له پريکړي سره سم داستادتحسين الله تحسين دداستان نه پريږدي ترعنوان لاندي شعر کره کتني ته وړاندي شو ،چي پري دټولو ګډون والو له خو ا په زړه پوري او هراړخيزه بحث وشو.
دشعر په فزيکي جوړښت ، خيال او فکر باندي دګډون والو له خوابيلابيل نظرونه ورکړل شو اوپري تودبحث ترسره شو.
په شعر له کره کتني وروسته ازاده مشاعره وشو چي پکي شاوخوا پنځوسو شاعران دخپل زړه بړاس ويوست.
د راتلونکي غونډي لپاره داسي پريکړه وشوه چي ليکوال او شاعر حاجي جانبازبه خپله نثري ليکنه کره کتني ته وړاندي کوي.
غونډه په شاو خوا نه ٩ بجي ددوعايي په لوستلو سره پاي ته ورسيده .
ديادوني وړ ده چي مهترلام با با ادبي ټولنه هره اونۍ بورډ بازار ته څيرمه په پي سي ايس کالج کي هره جمعه په درى بجي غونډه ترسره کوي.
دي تر خو اد يکشنبي په ورڅ په بي بي مريم عالي ليسه کي دافغان ادبي بهير رواني غونډي هم ترسره کيږي چي لسګونه شاعران ليکوالان او دادب مينه وال پکي خپله ادبي تنده خړوبوي.