کور / تازه خبرونه / ناټو: په پکتيکا کي ٣٠ طالب جنګيالي وژل سوي دي

ناټو: په پکتيکا کي ٣٠ طالب جنګيالي وژل سوي دي

د ناټو ځواکونه وايي په يوه هوايي حمله کي يې ٣٠ طالب جنګيالي وژلي دي.
د ناټو د خبر پاڼي له مخي دغه حمله وروسته له هغه ترسره سوه چي طالبانو د امريکايي ځواکونو يو مرکز په نښه کړ او پنځه امريکايي عسکر يې ټپيان کړل.
د ناټو وياند ويلي د طالبانو تر حملې وروسته د دوى ځواکونو هوايي بمباري کړې چي طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د تيري شپې له امله طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله خورا لوړه ښيي او وايي شاوخوا ٨٠ کسه طالبان وژل سوي دي.
د مخلص افغان په وينا طالبانو دغه بريد د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر پوستو کړى دئ، چي د افغان او ايتلافي ځواکونو په جوابي حمله کي درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د تيري شپې په حمله کي يې ګڼ شمېر افغان او بهرني پوځيان وژلي او شپږ پوستې يې نيولي دي.
ذبيح الله مجاهد وايي په دې بريد کي اته طالب جنګيالي هم وژل سوي او درې نور ټپيان دي.