د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو او دفاع وزارت څخه غوښتي دي چي تر نن ماښام پوري د ننګرهار ولايت د هغو عملياتو په باب د پلټونو پايلي ور وسپاري چي د دې ولايت په شنيوارو ولسوالي کي ترسره سوي وو.
د سي اين اين تلوېزون پرون خبر ورکړ چي دغه عمليات د امريکا، روسيې، ناټو او افغان ځواکونو د نشيي توکو سره د مبارزې د ادارو له خوا ترسره سوي وو، چي په ترڅ کي يې د هيروئينو څلور غټ لابراتوارونه له منځه وړل سوي او د بي بي سي د يوه راپور له مخي د ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نشيي مواد د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ولسمشر کرزي د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي چي هيڅ هيواد دا حق نه لري چي د افغان حکومت له موافقې پرته دې خاوري ته داخل سي او عمليات ترسره کړي. په پيغام کي دغه عمليات له نړۍ والو اصولو سرغړونه بلل سوې او د افغانستان پر ملي حاکميت تېرى ګڼل سوئ دئ.
په پيغام کي پر ناټو ځواکونو هم ږغ سوئ چي ژر تر ژره افغان حکومت د دې عملياتو په باب توضيحات ورکړي.
بلي خوا ته د افغانستان د نشيي توکو د مبارزې ادارې دغه عمليات بريالي بللي او د نشيي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال ابراهيم اظهر بي بي سي ته ويلي چي دوى هيله لري روسيه په دې باب خپله همکاري نوره هم پراخه کړي.