کور / تازه خبرونه / د کندهار مرستيا ل والي د بولدک ولسوالۍ ته سفر کړى

د کندهار مرستيا ل والي د بولدک ولسوالۍ ته سفر کړى

د کندهار ولايت مرستيال والي انجنير عبدالطيف اشنا د ياد ولايت د بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او په ياده ولسوالي کي يې د ګمرک د پروژې او بولدک بازار څخه تر وېش پوري د پاخه سړک د پروژې څخه د نژدې ليدنه وکړه.
د ولايت مقام مرستيال د سپين بولدک د ولسوال حاجي عبدالغني، د يادي ولسوالۍ د ادراي مامورينو او د ولايتي بيارغوني ټيم PRT د استازو په ملتيا په ياده ولسوالي کي د ګمرک د هغه کار څخه ليدنه وکړه چي د رغوني کار يې څه موده وړاندي په کندهار کي د ميشتو امريکايې او کاناډايې ګډو ځواکونو په مالي مرسته پيل سوى وو.
ياد ګمرک چي په جوړېدو سره به يې په بولدک ولسوالۍ کي د ټرانسپورټ په برخه کي شته ستونزي حل سي په شپېته جريبه مځکه کي د کاناډا او امريکا هيوادونو په ګډه مالي مرسته د ٢٥ ميليونه امريکا يې ډالرو په بدل کي جوړېږي .
د کندهار مرستيال والي د ګمرک د کار څخه د ليدني پر مهال په کارونو کي پر پوره دقت او صداقت او د کارونو پر کيفيت ټينګار وکړ ځکه دده په وينا چي يادي دواړي پروژې د بولدک نه بلکي د ټول کندهار د اوسېدونکو لپاره د حياتي اهميت څخه برخمني او اوږد مهالي دي چي له همدې خاطره بايد ورته زياته پاملرنه وسي .