لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان ملي امنيتي او ايساف ګډو ځواکونو تيره ورځ د کندهارد ارغنداؤ ولسوالۍ په چهارقلعه، لنډي تابين،کښته تابين او خواجه ملک کلو کي د ګزمې کولو پر مهال ر ٢١ کړۍ ځاى پر ځاى ماينونه او دوه راکټونه تر موندلو وروسته شنډ کړي . په خبرپاڼه کي د دې ماينو د ښخولو پړه پر وسله والو طالبانو اچول سوې خو پخپله په دې اړه تر اوسه د وسله والو طالبانو وياند څه نه دي ويلي .