ي د روسيې او امريکا د نشيي توکو خلاف ځواکونو په افغانستان کي د نشيي توکو پر ضد يوځايي عمليات ترسره کړي دي.
د سي اين اين تلوېزون څخه خپور سوى راپور وايي دغه عمليات په ننګرهار ولايت کي د امريکايي، روسي، ناټو او افغان ځواکونو له خوا ترسره سوي دي، چي موخه يې د هيروئينو د لابراتوارونو له منځه وړل وو.
له ناټو سره د روسي ځواکونو د همکارۍ په باب له څو کلونو راهيسي اټکل کېدى، چي ښايي يو ځل بيا روسان افغانستان ته راسي، خو د روسيې حکومت به دغه اټکلونه ردول.
د راپورپه وينا له ١٩٨٩ کال راهيسي چي د شوروي اتحاد عسکر و په افغانستان کي ماته وخوړه او دا هيواد يې پرېښاوه، دا لومړى ځل دئ چي روسي عسکر په افغانستان کي عمليات ترسره کوي.