د ولسي جرگې په دوه يم ځل ټاکنو کې د کابل د يوويشتمې ناحيې څخه ولسي جرگې ته د کوچيانو او د کډوالو پخوانى رييس کانديد حاجي ملا تره خېل کوچى د ټول هېواد په کچه د رايې گټلو لومړى مقام ترلاسه کړى دى. د انتخاباتو د کميسيون لخوا په لومړي پړاو کې څرگنده شوې وه، چې ښاغلى حاجي ملا تره خېل ٢٦٤٧١ رايې ترلاسه کړي او لومړى مقام يې گټلى دى. له دې څخه وروسته د هزاره گانو مشر محمد محقق په دوه يم نمبر او يونس قانوني په درېيم نمبر راغلي. حاجي ملا تره خېل په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې زه د افغانستان د مېړني ولس څخه مننه کوم، چې ما ته يې يو ځل بيا د باور رايه راکړه. زه به هڅه کوم، چې د هېواد ستونزې حل کړم او يا د ستونزو د لپاره لارې چارې ولټوم. د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو سره خبرې د هېواد په گټه دي. طالبان زمونږ د هېواد بچيان دي او افغانانو تل د خپلې آزادۍ لپاره پاڅون کړى او په ميليونونو افغانانو د خپل پت لپاره وينې تويې کړي دي.