د انډونيزيا حکومت وايي د دوشنبې تر سهارنۍ زلزلې وروسته د دې هيواد په ځپل سويو ټاپوګانو کي د سونامي د راتګ له امله د مړيو شمېر شاوخوا ٣٥٠ کسانو ته ختلى دئ.
دغه زلزله چي د ريختر په حساب اووه اعشاريه پنځه درجې ثبت سوې، له امله يې سمندري طوفان رامنځته سوئ او د اور غورځوونکي غره لمبې يې هم راټوکولي دي.
انډونيزيا په ٢٠٠٤ کال هم سونامي ځپلې وه چي د دې هيواد د حکومت په وينا شاوخوا ٢٢٥٠٠٠ کسان يې ووژل.