د اېران حکومت وايي د دې هيواد د بوشهر له هغو دوو بټيو اټومي بټيو څخه چي د روسې په همکارۍ يې جوړي کړي دي، يوه به يې د راتلونکي کال په جنوري کي د انرژۍ په توليد پيل وکړي.
د اټومي انرژۍ نړۍ والي ادارې ويلي چي د اېران پر دې کار کومه نيوکه نه لري، ځکه چي له دغو دواړو بټيو څخه دوى څارنه کوله او اېران يې د انرژۍ د توليد دپاره کاروي.
د اېران د اټومي انرژۍ مشر وويل هيواد يې له ٣١ کالو راهيسي د اټومي انرژۍ د توليد په ارمان هڅي پيل کړي وې او له سختو نړۍ والو بنديزونو سره سره بريالى سو.
پر اېران باندي شک کېږي چي د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو دغه هيواد په وار وار ويلي چي اټومي بټۍ يوازي د انرژۍ د توليد دپاره جوړوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه