د افغانستان د انتخاباتو د شکايتونو کمېسون وايي د کانديدانو د پرله پسې نيوکو وروسته د څېړنو پر مهال ورته څرګنده سوې چي په غور، هرات، زابل، کابل، کندوز، خوست او روزګان ولايت کي يې ټول ټال د ٣٦ نورو محلونو رايي هم باطلي اعلان کړې.
د انتخاباتو د شکايتونو د کمېسون وياند احمدضياء رفعت په کابل کي خبريالانو ته وويل هر هغه کانديد چي د کمېسون پر اوسنيو پرېکړو قناعت نه لري، په درو ورځو کي دي د استناف محکمې ته خپل شکايتونه وړاندي کړي.
د رفعت په وينا د شکايتونو کمېسون ته ٦٠٠٠ شکايتونه رسېدلي دي، چي ٧٠% يې څېړل سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه