د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ملي پوليسو په ليکو کي ١٢٠٠ تنې ښځينه پوليسي لري، چي د مرکز په شمول په مختلفو ولايتونو کي د تلاښۍ او پلټنو په چارو کي مرسته کوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي د ښځينه پوليسو د جلبولو او روزولو دپاره يې د امريکايي استادانو په مرسته لنډمهاله کورسونه په لاره اچولي چي په دوو مياشتو کي ښځينه پوليسو ته د قانون د زدکړي، د اړتيا پر مهال د وسلې د کاروني او د فعاليت پر مهال له خلګو سره د چلند ښوونه ورته کېږي.