د افغانستان د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ د زابل، کندهار، روزګان او هلمند له خلګو غوښتي چي د ښوونځيو په فعالولو کي مرسته ورسره وکړي.
نوموړي د ښوونځيو د ساختماني پروژو د لاسليکولو پر مهال خبريالانو ته وويل چي په جنوب لوېديځه حوزه کي تر بل هر ځاى د پوهني وضعيت خراب دئ.
ډاکټر وردګ وويل چي لا اوس هم په دې ولايتونو کي ١٧٦ ښوونځي تړلي دي او له خلګو څخه يې وغوښتل چي د خپلو اولادونو د آينده په خاطر په خپلو سيمو کي د ښوونځيو خلاصولو ته زمينه برابره کړي.
د پوهني وزير وويل چي ياد سوي څلور ولايتونه د افغانستان لس فيصده نفوس تشکيلوي، خو زدکوونکي يې د هيواد د زدکوونکو درې په سلو کي شمېر جوړي، چي يوازي دوه په سلو کي کسان يې له ١٢ ټولګي څخه فارغېږي، او له دې دوو فيصدو څخه يې يو فيصده لوړو زدکړو ته لاره پيدا کوي، چي د نوموړي په وينا د دې ولايتونو د پوهني حالت ډېر خراب دئ.