بسم الله الرحمن الرحیم
دا نن یو ثابت حقیقت دی چی امریکا یو نوﺉ استعماري دولت دی . دا چی بارک اوباما لس میاشتي مخکی وویل چی « موږ نه غواړو نور هېوادونه اشغال کړو » ښه وایی . ځکه : پخوا به د بل هېواد نیول دا وو چی هلته به یې مستقیمأ پوځی حمله کوله او هغه به یې ونیوﺉ ( البته د افغانستان د نیولو په هکله دې لاس وی ! ) خو اوس مخامخ برید لږ کوی لاکن پوځی اډې زیاتی وروړي . پخوا به یې لوی پوځ ( په مستعمره هېواد کی ) دوری هوری سوق کاوه ، خو نن په بې پیلوټه او با پیلوټه طیارو او راکټونو سره کلي ورانوی . پخوا به یې د مستعمرې منابع مستقیمأ وړل خو نن یې « د تحمیلی قراردادونو » په ذریعه غیر مستقیم ځنی وړي . پخوا به ګوډاګی رژیم د دوی په مستقیم کنټرول کی و ، خو نن یې په غیر مستقیم ډول د لیری څخه ( یا د پردې شا ته ) کنټرولوی . پخوا به یې هغه پخپله مسلط کړ ، خو نن یې په ساختګی انتخاباتو سره واکمنوی ( البته د افغانستان د قضیې په هکله دې لاس وی ! ) نو ځکه د اوباما هدف « پخوانی استعمار » دی او په هماغه طریقه سره « نه غواړي چی نور هېوادونه ونیسی » ، بلکی د لیری څخه یې کنټرولوی .
که ښه ورته ځیر سو ، نو و به ګورو چی د امریکا استعماري جنګ نن عمدتأ د منابعو د خپلولو لپاره دی ، یعنی :
لومړی ـ هر ځای په خپلو خاصو ګټو پسی ګرزي ؛
دوهم ـ د منابعو لټه کوی او کنټرول یې اخلي ؛
درېیم ـ پر مارکېټ او بازار تسلط قایموی ؛
څلورم ـ سوداګریزی لاري کنټرولوی ؛
پنځم ـ خپلی دغه ګټی د پوځی اډو په تار پېیی ؛
د دې کار لپاره د هر څه نه مخکی « آزادۍ ګانی ! » ، « دیموکراسي ! » او « آزاد بازار ! » ور اخلی . نوﺉ نسل سیکولر کوی . ځوانان د غربی فرهنګ ، هوسونو ، ښکلاوو ، لباسونو او اخلاقو سره روږد کوی او په دې ډول یې د لویدیځ فساد په ځنځیرونو تړي ، د کورني ژوند یوه یوه خښته په ماتوی . . . او خپل اغراض تطبیقوی . د دې ډول « انحرافی سوغاتونو او آزادۍ ګانو » پیرزوینی همدا نن په افغانستان ، عراق او نورو قرباني سوو هېوادو کی له ورایه ښکاری .
وګورﺉ کله چی د امریکا د خارجه وزارت مرستیاله « رابین رافیل » په ۱۹۹۶ کی سیمی ته راغله او د طالبانو سره یې هم وکتل ، نو دغی لیدنی په افغانستان کی د امریکا ننوتوب او ګټی رسوا کړې . هغې داسی وویل : « موږ ځکه اندیښمن یو چی که سیاسی ثبات راستون نسی نو دلته به اقتصادي فرصتونه له منځه ولاړ سی . » هغه مهال څوک د میرمن رافیل د دې خبري په مطلب ښه نه پوهېدل چی « اقتصادی فرصتونه » یعنی څه ؟ خو وروسته معلومه او ثابته سوه چی هغه د « یونو کال شرکت » لخوا د کسپین او منځنۍ آسیا څخه د تیلو او ګاز پایپ لاینونه وو . د همدې نقشې او پروژې په چوکاټ کی دوه درې ځله د طالبانو استاځي امریکا ته وبلل سول خو مذاکرات ناکام سول او طالبان هم په تور لیست کی راغلل . په دې بهیر کی د سپټمبر تروریسټی حمله وسوه ، پر افغانستان حمله پسی وسوه ، تښتېدلي جنګسالاران د غارونو څخه راویستل سول ، افغانستان اشغال سو ، ایجنټان او ګوډاګیان استخدام سول او په ساختګي رایو ، تقلب او فریب سره مصنوعی رژیم « مشروع ! » سو ، د وارداتي دیموکراسۍ روښانه څراغونه ولګول سول او نن ګورو چی هره خوا ګل و ګلزار دی !
دا تر لمر سپینه ده چی امریکا دښمنانو ته ضرورت لری . امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بې هدفه او بېکاره غوندی هېواد دﺉ . که شوروی اتحاد مړ سو نو القاعده یې ځای ونیوﺉ ، که کمونیزم ولاړﺉ نو تروریزم راغی . که امریکا په لیری سیمو کی د کوم ظالم رژیم سره ملګری سی یا کوم ګوډاګی رژیم تولید او نصب کړی ، نو د هغه مخالفین به مقاومت پیل کړی چی امریکا به ضرور هغوی « ښورښیان » یا « تروریسټان » وبولی او پر ضد به یې پوځی کومک ورولیږی ، که نه پخپله به « خدمت ! » ته حاضر سی ( چی ښه بېلګه یې افغانستان او عراق دی ) .
بس په دې ډول واشنګټن دمخه وی د « تروریزم ! » بابولاله وایی ، ملګري یې لکه ورا تر شا پسی ځی او کسر یا مصرع ورسره غبرګوي او ټول په ګډه د اسلامی هېوادو د واټونو څخه په ډمامو او نغارو تیریږی .
په هغو ظاهری اهدافو پسی چی امریکا په خپل سر او خپله اراده افغانستان ته راغلې وه ، دا دي :
لومړی ـ د طالبانو ماتول او د القاعده محوه کول ؛
دوهم ـ د افغانستان بیا رغوَنه ؛
درېیم ـ د مخدره موادو د کښت او کاروبار ختمول ؛
څلورم ـ د یوې دیموکراتیکی ټولنی او دیموکراتیک دولت جوړول ؛
پنځم ـ د بشری حقوقو تأمین او پر ښځو د ظلمونو پای ته رسول ؛
خو پوښتنه دا ده چی آیا نوموړي هدفونه په تیرو نهو کالو کی حاصل او تر سره سول ؟ بله پوښتنه دا چی : د نړۍ ستر ځواک ( امریکا ) همدلته دی ، د نړۍ ستر پوځی تړون ( ناټو ) همدلته دی ، ۲۸ سرمایدار ترین هېوادونه همدلته دي ، په سلګونو بلیونه ډالره راوبهېدل ، د نړۍ له هره کونجه « دوستان ! » رامات سول ، خو دا ولی نه بیا هم امنیت راغی ، نه ملی حکومت ، نه ثبات ، نه ارامي او نه ترقی راغله ؟ نه جنګ او مقاومت ختم سو ، نه فساد او مخدره مواد ختم سول ، نه مسلسل پوځی عملیات او نه هم نیوني او ظلمونه پای ته و رسېدل . دا ولی ؟ ځواب او تریخ حقیقت دا دی چی افغانستان د نوو استعمارچیانو لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالیږی او افغانستان د اشغالګرانو لپاره هدف نه بلکی د هدف یوه وسیله ده . همدا علت دی چی افغانستان د خپل حساس او سوق الجیشی موقعیت قرباني سوی دی او د خپل دغه مهم دریځ سزاوی ګالي او د افغان جګړې تر شا همدا حقایق پټ دي .
هو ، ځینو افغانانو ته امریکا د دوی معبود ګرځېدلی و . دوی چی ویل د جنت او دوږخ کیلۍ د واشنګټن په لاس کی دي . دوی ویل چی د امریکا په تشریف راوړو سره به د افغانستان په ویالو کی عسل او شیدې وبهیږی او هر نعمت چی غواړو هغه به ورسره راوړي . خو اوس پسله نهو کالو څخه ګورو چی امریکا افغانانو ته ګناه راوړه ، اور یې راووړ ، جګړه او وینی بهېدل یې راوړل او بس . لنډه دا چی امریکا د رحمت باران نه بلکی د ظلمت توپان ثابت سو چی هر څه یې تالا والا او پوپناه کړل . مګر هغوی او ګومارلو ته یې باید ثابته سوې وی چی که مو هېواد بلواک دی ، ولس یې خپلواک دی ! اللهم اشفل الظالمین باالظالمین . والسلام