د ناټو ځواکونو ادعا کړې چي په کندهار ولايت کي يې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي د دې ولايت دپاره د طالبانو والي له خپلو څو ملګرو سره يو ځاى نيولى دئ.
په راپور کي کندهار ته د طالب والي نوم نه دئ په ډاګه سوئ خو وايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د همکارۍ په ګډو عملياتو کي د پنج شنبې په ورځ په سپين بولدک ولسوالي کي نيول سوئ دئ.
طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.