کور / تازه خبرونه / فرانسه: له افغانستان څخه پوځيان باسي

فرانسه: له افغانستان څخه پوځيان باسي

د فرانسې د دفاع وزير وايي له افغانستان څخه به په ٢٠١١ کال کي د خپلو پوځيانو د ايستلو چاري پيل کړي.
د امريکا د سي اين اين ټلوېزون د دفاع د وزير هيروي مورين په حواله وايي چي له افغانستان څخه د پوځيانو د ايستلو اعلان د القاعده شبکې له نوي ګواښ سره هيڅ راز تړاو نه لري.
د فرانسې ددفاع وزير ويلي دي چي راتلونکى کال امريکا هم له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي او دوى به هم د امريکې لاره تعقيب کړي.
نوموړي ويلي چي سږ او راتلونکى کال به افغان امنيتي ځواکونو ته دمسئوليت د سپارلو چاري پيل سي، چي په دې صورت کي به بهرني پوځيان کرار کرار له افغانستان څخه ووزي.
د فرانسې حکومت په داسي حال کي له افغانستان څخه د وتلو خبر ورکوي، چي پرون د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته منسوب ږغ له الجزيرې ټلوېزون څخه خپور سو. په دې ږغيز پيغام کي له فرانسې غوښتل سوي وو چي له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي او په فرانسه کي دننه د مسلمانو ښځو پر حجاب بنديز ليري کړي، که داسي ونکړي القاعده به حملې پر وکړي.