کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خلکو خدمتونه او د وزګارو خلکو بې بنسټه نیوکې

د خلکو خدمتونه او د وزګارو خلکو بې بنسټه نیوکې

درنو لوستونکو
سره له هغې چې زه د بې بنسټه لیکنو د ځوابونو ډیر پلوي نه یم، ځکه دا زمونږ د خلکو درد نه شفاکوي، خو بیا مې هم وغوښتل چې خپله خبره له ټولو سره شریکه کړم.ستر خوشال بابا وایي:
که هر څو یې سمومه نه سمیږي
پښتانه دي د لمدو خټو دیوال
زما په اند د ستر خوشال بابا ددغه شعر تو ضیح ته به کومه اړتیا نه وي  ، خو دومره به ووایم چې د ادم نه تر دې دمه پورې دغه شعر دافغانانو د کړو وړو سره سل په سلو کې سمون خوري او دا به ووایم چې خدایه کله به مونږ د هاتي له غوږه پاڅیږو او نور به د ښو او بدو توپير کله وکړو.نه غواړم چې مقدمه اوږده کړم او غواړم  د واره سره خپلو خبرو ته راشم:
یو څو ورځې مخکې می د انترنیت په پاڼه يوه مقاله ولوسته چی زما په ګومان به حتماً په مستعار نوم وه، په مقاله کې ښاغلي لیکوال داسې  کښلي و، چې شمشاد تلویزون ګویا پاکستانی تلویزون دی او همدارنګه په ضمیمه کې یې لیکلي و،  چې ښاغلی نظري په اریانا او شمشاد کې څه وکړل چې په ملي کې  به یې وکړي. 
د پورتني محترم لیکوال په اړه ماته هغه د جومات کیسه راپه یاد شوه، ځکه له بده مرغه  ځینې کسان غواړي چې په یو څه ناڅه ځان مشهور یا خپلې لیکنې پخې او یا دا ېی له بې روزګارۍ څخه حیران وي، چې څه وکړي او څه ووایي.
محترم لیکوال صیب  زه د شمشاد تلویزون نه کوم مشر، نه کشر نه ریيس، نه مامور نه اجیر او نه کوم پیاده یم، خو یو متل دی چې خبره د خدای لپاره او کوتک د ورور لپاره! حقیقت دا دی چې هر هغه څه چی شمشاد تلویزون د پښتو  او پښتنو  او یا په  ټولیزه تو ګه د ا  فغان ولس لپاره په دغه  لنډه موده کې کړي تاسې محترم لیکوال صیب یی په خوب او یا خیال کی هم نشیء  کولای.  دا خبره به ناسمه نه وي که ووایو چې د پښتنو د خدمت په برخه کې د شمشاد مشران وروسته د مومند بابا نه د احترام وړ دي.  که تاسې لیکوال د شمشاد تلویزون خپرونې لیدلي وي او یا یې ګوریء ، لږ څه ورته ځیر شیء  نو پدې به پوی شیء چې نوموړی تلویزون په ریشتیا یو سوچه افغاني تلویزون دی، که نور له هر څه څخه تیر شو او یواځې لباس یې په نظر کې ونیسو نو د دغه لباس څخه اندازه لګیږي چې دغه یو افغاني  تلویزون دی.د نوموړي تلویزون خپرونې ټولې افغاني دي او هر هغه څه خپروي چی نور تلویزونونه یا میډیاګانې  یې په شعوري توګه یا له ډاره او یرې یو ټکی  په خیال کی هم نشي راوستلای او حتی د دی جرأت او میړانه نلري چې د واقعاتو او ریشتیاو بیان وکړي. او یا دې د افغانیت کوم څرک پکې وي  ځکه هعوی یا پحپله د افعانیت ضد او یا د وخت د داړه مارانو او ټوپک مارانو نه ډار او یره لري خو شمشاد سر په لاس کی نیولی او  دو خت له ټولو ناخوالو څخه يې په میړانه پرده پورته کړې او کوي او د هر ظالم  داړه  مار،جنګسالار او هر هغه څوک چې د افغانانو په وینو نه مړیږي،  څیره  ټولو ته په کراتو کراتوافشأ کړې  او په دغه لار کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.
غواړم د شمشاد تلویزون هغه چوپړ چې تر کومه ځایه ماته مالومات دي له تاسو سره شر  یک کړم :
 لومړی د خواجه بهاءالدین د ولسوالۍ پیښه چې تر ډیر وخته پورې پرې هیڅوک خبر نه و، همدا شمشاد تلویزون و چی پخپله میړانه یې پر هغو خوارو غریبو پښتنود ظالمانو ظلمونه دتلویزون له لارې تل ښودلي او ټو لو افغانانو ته یی د خپل وس تر بریده د هغوی غږ رسولی او تر هغه پوری یی پی خپرونی کولی چی دولت اړ شو او هیأت یی ورته وټاکه. دا چی  دولتی هیآت څومره ناکا م راغی دا بیله موضوع ده او پدغه   وخت کی نورو تلویزونونو حتی جرأت هم ونه کړ چی د یو خبر په شکل  یی  خپور کړي.
دوهم،  یوه ورځ شمشاد تلویزون په کوچیانو یوه خپرونه درلوده او له نیکه مرغه دغه خپرونه ښاغلی کرزی لیدلې وه او په خپرونه کی کوچیانو له کرزی څخه داګیله درلوده چی مونږ ورته رای ورکړی او مونږ د استوګنی هیڅ ځای نلرو. دا خبره چی ښاغلی کرزی واوریده سمدستی یی په لسګونود ملکیت نمری کوچیانو ته ورکړې.
دریم، د افغانستان له ویاړه ډکه د کرکټ لوبډله او لوبی په لومړیو سرونو کی حتی چا نه پيژندی او نورو تلویزونو  د تعصب په بنسټ نه غوښتل چی دا خپرونی خپری کړی، ځکه که څه هم دا لوبډله ملی ده خو سل فیصده تشکیل یی له پښتنو نه جوړ دی، بیا هم همدا شمشاد و چی د نوموړی لوبډلی په اړه  خپرونی یی پیل کړی،  لوبغاړی یی تشویق کړل، مډالونه یی ورکړل، میلمستیا ګانی یی ورله وکړی او د هغوی اتلو لی‎ي به یی هره ورځ د میډیا له لاری نشر کولی تر دی حده پوری چی نور تلویزونونه تری عبرت واخلي. او همدا وه چی بیا نورو رسنیو هم د حیا او شرم له مخی ځانته د اوړو او اوبو پوزه کیښوده .
څلورم،  ډیره تازه خبره دا ده چی د ستمی افکارو خاوندانو لکه ډاکتر عبدالله، امرالله صالح او دوستم په  هندوستان کی او احمد ضیا مسعود او محقق په برلین کی د اجنبیانو سره په دی وروستیو ورځو کی د ګران هیواد افغانستان  د تجزیی غونډی جوړی کړی او دا خبر بیا د تل په څیرپرته له  بینوا او لراو بر ویبپاڼو څخه شمشاد تلویزون په ډیر متانت خپور او د بیلتون پالو څیری يې رسوا کړې. او د هر یوه نوم یی بیل بیل واخیسته  او ښه پدی پوهیږم  چی تاسی محترمبه حتی ونکړای شیء چی له  ډاره دغه نومونه په خپل کور کی هم په ازاده واخلیء او نه به کله دا وواییء چی نوموړی کسان خایینین دی، ځکه چی تاسی ته شخصی خطر درونه رسیږی پدی خاطر چی هر چا ته ځان خوږ دی.
دا چی شمشاد تلویزون څومره خدمت کړی اویا اوس مهال دا افغان ولس په چوپړ کی لګیا دی او کوی یی دلته یی زه د لیکلو توان نلرم ځکه زه کوم مسلکی لیکوال نه یم، خوبیا هم دومره وایم چی د شمشاد خدمت د سمندر هومره دی او پدی خبره به افعانان د تل په څیر ډیر وروسته پوه شی لکه یبا هم ستر خوشال بابا وایی:
د خوشال قدر که اوس په هیڅ چا نسته
پس له مرګه به یی یاد کا ډیر عالم
قدرمن لیکوال صیب! پدی هر انسان پوهیږی چی انسانان نیمګړی دی او د اشتباه څخه مبرا ندی، یواځی د رب العزت ذات دی چی اشتباه نکوی،  پدی کی به شک نه وی چی د شمشاد مشران  او تلویزون به هم خالیګاوی لری طبعاً لکه هر انسان هغوی به د خودخواهی حس او یا   ځانته د ښه خدمت حس ولری، دا خو یو ښه کار دی هر څوک دی خدای نر کړی چی اول ځانته او بیا نوروته خدمت وکړی. او دا د هر انسان حق دی او زما په اند د شمشاد مشر دغه کار کړی دی چی هم یی ځان ته او هم یی نورو ته خدمت کړی، د بیلګی په تو ګه د هغه سره څه له پاسه دوه زره زما او ستا ورونه ځینی په تلویزونی چینل او    نور یی د مین پاکی په موسسه کی بوخت دی او خپله حلاله ډوډی ځانته پیدا کوی.  دلته ډیره مهمه خبره دا ده چی که تاسی محترم لیکوال صیب نه غواړی چی زما او ستا بچیان په خپله مورنی ژبه یعنی پښتو کارتونی فلم  وګوری او تاسی یی پاکستانی عمل ګڼی نو مونږ به د شمشاد مشرانو نه په درنښت هیله وکړو چی نوموړی تلویزون بند کړی.
دلته یوه بله موضوع می راپه یاده شوه او یادول یی ډیره اړین بولم، هغه دا چی پدی وروستیو ورځو کی ځینی خود غرضو او وزګارو عناصرو د وتلی او نومیالی لیکوال زرین انځور په اړه  غیر منصفانه
او کاملاً بی مسوولیته  خبری لیکلی وی، چی هیڅ ډول قضاوت پکی نه و او  خالی دشخصی
عقدو پر بنسټ څرخیده، زه دغو دوستانو ته دومره وایم چی هغه متل دی وایی: غوایه لا حلال شوی ندی خو خانکونه خلکو په سر نیولی دی.  تر اوسه دښاعلی انځور لا دوه میاشتی ندی شوی چې دومره د کینی څخه ډکی لیکنی ورپسې کوی. ددغی برخی درنو لیکوالانو صاحبانو زه له تاسی څخه دا تپوس کوم چی ولی دومره ظلم د هغه په وړاندی کوی،ایا تاسو ته د هغه  پر خدمتونو چی پدغه ورستیو څوارلس یا پنځلس کلونو کی يې کړي ولی سترګی پټویء. دښاغلی انځور په چوپړ  خو هر د سالم عقل خاوند بوهیږی، که نور هیڅ نه وی هغه خو دومره وکړل چی په سراسر اروپا کی یی د یوی کلتوری ټولنی بنسټ د نن نه دولس کاله مخکی کیښود او د دغی ټولنی له برکته فرهنګی اشخاص په یو مدار راجمع او یو له بل سره یی کلتوری اړیکی ټینګی کړی او تاسی وګوری چی تر یو سلو شلو زيات کتابونه د دغی ټولنی په مرسته چاپ شول .
تاسو چی د ښاعلی زرین انځور خدمت  ته په سپکه ګوریء هغه نو تاسی او ستاسی وجدان!  
او راځی چی د خدای لپاره ووایو  ایا ښاغلی انځور د افغا ن خاوری بچی نه دی ایا د بل کوم ځای نه راغلی؟ ایا هغه دا حق نلری چی  ریس، معین او یا وزیر شی او یا تاسی درانه دوستان د دغی څوکی لپاره بل کوم څوک له بلی نړی او یا کومه ملایکه له اسمانه غواړیء؟
بله  خبره د ښا غلی  واحد نظری په اړه ده،  زه د ښاغلی لیکوال صیب نه دا پوښتنه کوم چی تاسو ښاغلی نظری څومره پیژنی او له هغه سره موڅومره یو ځای کار کړی دی؟ زه چی تر هغه څایه ښاغلی نظری پیژنم هغه یو اکادیمیک مسلکی او په خپل  مسلک کی وتلی نامتو یو پوه سناریست ډایرکتر او د هنرونو د مسلک ډاکتر دی. هغه تر اوسه پوری د خپل کلتور لپاره ډیر څه کړی دی، د پښتو او فارسی په برخه کی یی نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی، د هغه فلمونه هم په پښتو او هم په فارسی کی شته او د کونډی زوی یی هغه شاهکار دی چی ساری یی تر اوسه پوری نه لیدل کیږی.  ښاغلی لیکوال لیکلی و، چی نوموړی فلم د نطری نه دی بلکی نورو جوړ کړیدی. دا داسی مانا لری لکه څوک چی شپی ته ورځ او ورځ ته شپه ووایی، پدی خو ټول هیواد وال پوهیږی او هرسړی پری خبر دی چی دغه فلم د چا دی او چا جوړ کړیدی، بیشکه یو سړی په تنهایی هیڅ شی نشی کولای،یو یونټ یا ګروپ غواړی. نو دا خبره ښکاره ده چی پدغه فلم کی به ډیرو پوه کسانو ګډون درلوده او د فلم مرکزی لو بغاړی ښاغلی ممنون مقصودی دی چی په هنر کی به د هغه سیال زما په اند ډیر کم  وی. نو ګران لیکوال صیب ولی تاسی دومره د عقدی نه ډک عمل یا ظلم کویء؟ مونږ د نطری غوندی کسان د ګوتو په شمار لرو او بیا په ځانګړی تو ګه د پښتو په برخه کی خو دغه یو د هنرونو ډاکټر لرو چی نظری
نومیږی او تاسی یی د لاس ته راوړلو نه په ډیر افسوس منکر یاستیء.‎!
یو متل رایاد شو: چا له یو چا څخه پوښتنه وکړه،چې څه کار کوی؟ هغه ورته په ځواب کی وویل چی موچی یم، نو بیا هغه ورته وویل  ګوره پام کوه له بوت څخه پورته به نور په هیڅ کی غر ض نلری.
 نو زه هم تاسو لیکوال صیب ته دا وایم چی ستاسو دفلم یا د بل چا د مسلک سره څه دی خپل کار وکړی او ډیری نیوکی مه کوﺉ!
او که زه اوس له ځان او تاسو محترم لیکوال صیب نه دا پوښتنه وکړم چی ما او تاسو په ژوند کی څه کړی دی، چا ته مو کوم خدمت کړی دی او یا به ما او تا کله داسی کار کړی وی چی په ويلو وارزی او یا لږ تر لږه ځان یا خلکو ته مو لږه ګته رسولی وی او یا زه او ته ددی جوګه یو چی ډیر نه لس کسان دی زما او ستا معاش خواره وی؟
نو ځکه دا ویلای شم چی تجر بی ښودلی ده هغه څوک چی بی بنسټه نیوکی کوی،هغوی د هیڅ شی او هیڅ څیز جوګه ندی او که تاسو محترم کی دا میړانه وی نو مهربانی وکړی د مستعار نوم څخه راووځی او په ښکاره ځان ټولو ته ورو پيژنی او دا وښایه چی تاسی د کوم شی جوګه یاستی او یا لږ تر لږه په کوم کار کی د څه شی جوهر لریء؟
نو راځی دا ګز او دا میدان او د الله په توره د ټولو سره په ښکاره حساب او کتاب وکړی او يا لږ تر لږه د شمشاد او نظری سره په پرتله کی د هغوی په سلمه حصه مو کوم کار کړی وی نو لطفاً ووایی او که چیری تاسی دا دلیل واییء  چی ما ته د هغوی په شان د کار زمینه نده برابره شوی نو دا خبره غلطه ده، ځکه کله چی د لیکلو توان او یالاسرسی انترنیت ته لری نومالومیږی چی فصیحه ژبه هم لری او کولای شی له خپل دریځ څخه دفاع وکړی او لکه د شمشاد او یا نورو په شان د خدمت وړ وګرځیء.
نو لهذا که تاسی په ریشتیا په خپل ولس مهربان یا واقعی خدمت غواړی نو کولای شی بی له ډاره د الله لپاره، د خپل ولس لپاره سالمی نیوکی، سالمی مشوری، سالم وړاندیزونه، که د رسنیو له لاری او یا د میدیا له لاری او یا حتی د شخصی اړیکو له لاری وی په کار واچوﺉ. باید د خدمت خاوندان تشویق کړی شاباسی او مننه تری وکړی او خپلو غلطيو ته یی متوجه کړی او د خپلو خلکو خدمت ګار شﺉ. نیوکی او پرو پاګنډ اسان کار دی هر سړی یی شی کولای، نر هغه څوک دی چی خدمت وکړی خیر که اشتباه هم ورسره وی!
سل افسوسه! زه یواځی تاسی نه ګرموم، زمونږ اکثره افعانان په ځانګړی تو ګه پښتانه دا ډول خصوصیات لری چی نه یی خپله خورم او نه یی بل ته ورکوم او یا  نه یی پخپله کولای شی او نه بل کار ته پریږدی! او دغه لیکوال صیب خو به په وړه کچه زما په شان وړوکی انسان
 وی، ځه د هغه نه به د څه ګیله وکړم زمونږ لوی لوی لیکوالان، استادان، عالمان، پوهاندان
پدی مرض اخته دي،  نیوکو ته زمریان دی خو یو توت یا یو خس کار یی له لاسه نه راځي.
ماته پدی خبره ډیر افسوس راځی  چی خدایه کله به مونږ پښتانه د اسلام او پښتو مزل زده کړو کله به اصلاح شو، کله به سالم فکر وکړو کله به د ورور یا عزیز یا ګاونډی کار ته ښه ووایو،    کله به هغه او د هغه کار تشویق کړو، کله به د کینی او بغض نه لاس واخلو، کله به د عقدو نه خلاص شو، کله به مونږ  ملی فکر وکړو، کله به ملی شعور زده کړو، تر کله به د دشمنی په غرض او یا د عقدو له مخی د  نورو ملی خدمتونو ته په سپکه ګورواو کله به لدی فکر څخه واوړو ، چی نو رخپل ټټو او د بل اس برابر نه کړو؟
 لومړی دی  خدای  ج ماته او بیا نورو ته دنیکۍ هدایت وکړی، چی د ښو او بدو توپير نور زده کړو، دوست او دشمن وپیژنو د خپلو شخصی سلیقو لپاره د بل چا ښه کار ته بد ونه وایو، تر څو پوری به نور د پردیو په دوستیو کی کړیږو او هیواد او ولس به مو د غم په لمبو سوځی ان تر دی چی د تجزیی خبری راپورته شوی.
د پورتنیو خبرو په تر څ کی ماته یوه بله خبره را یاده شوه چی ولی مونږ پښتانه تل د خپل ورور
 یا عزیز په ښه ژوند خفه کیږو او نه خوشالیږو، د بیلګی په تو که که چیری یو پردی سړی ډیر مال او دولت ولری او ډیر شتمن وی زمونږ ورته هیڅ فکر نه وی خو که چیرته مو ورور یا ګاونډی یو څه پیسی یا شتمنی پیدا کړه نو له حسده  نه پوهیږو چی څنګه هغه تخریب او له پښوڅخه وغورزو، څومره چی مو وس وی هغومره یی په هر ځای کی سپکوو.
قدرمنو لو ستونکو که زما انګیرنه غلطه نه وی نو ډیر دغسی اشخاص چی نیوکی  او په ځانګړی توګه یی پر شمشاد کوی  زما په اند دری علتونه لری: اول یا داچی ډیر صادق دی خو د نړی له احوالو څخه په تمامه مانا ناخبره دی او هغه مخکینی خبره چی د هاتی په غوږ کی لا تر اوسه ویده دی.
دوهم، یا دا چی ډیر سخت دریځه افراطیان دی چی نه موسیقی نه میډیا او نه ټنګ ټکور خوښوی، موسیقی، دیره، حجره، منګی او رباب د نن نه پنځوس سل او زر کاله پخوا  مو هم درلودل او زمونږ د  کلتور یوه برخه جوړوی  که دغه ورونه یو خالص سوچه شرعی نظام لکه د خلفاوو د وخت غواړی زه یی هم پلوی یم خو په یو شرط چی داغوښتنه باید د سیمی چم ګاوندياو د ټولی  اسلامی نړی لپاره یو شان وشی او نه دا چی د اسلام د پاک نامه لاندی یواځی پښتانه قربان او داور په لمبو په یو او بل نوم سوځی. دغه وروڼه  دا نیوکی ولی په طلوع اریانا او نورو چینلونو نه کوی، چی د اسلامیت او افغانیت پکی څرک هم نه لیدل کیږی که نه یواځی پښتانه د قربانی ګډوري دی، مونږ شکر الحمد  الله مسلمانان یو او د اسلام مقدس دین زمونږ
دین او زمونږ پلرونو  نیکونو او مونږ پری د زړه له کومی ایمان راوړی، پدغه ډول د شمشاد تلویزون مشر بادیانته او  ښه مسلمان او د اسلام سره مینه لری، چی بیلګه یی سږنی د روژی مبارکه  میاشت وه چی ټوله یی د اسلام  مقدس دین ته ځانګړی کړی وه.
مونږ اوس د نړی یوه برخه یو، بی له تمدنه، بی له میډیا او بی له اقتصاده هیڅ مخی ته نشو تللی.  دا د دنیا تقاضا ده او که پدی تمه یو چی اوس به بابا غوښه ډوډی راوړی نو هغه خبری نشته. او یا دا چی که د چا نیوکه پدی وی چی په نوموړی تلویزون کی پیښوری پښتو سندری ډیری نشریږی نو ددی دا علت دی چی د کوزی خوا  او د بری خوا پښتانه یو دی پدی کی کوم    تو پیر نشته او نه یی څوک جلا کولای شی او د شمشاد تلویزون د همدی ارمان لپاره کار کوی
او همدارنګه ډیر سندرغاری شته چی خلک پری د لری خوا پښتنو ګمان کوی خو هغوی په حقیقت کی د بری خوا دی صرف هلته یی ژوند کړی دی او لهجه یی څه بدله شوی ده.
دریم، یا دا چی داسی اشخاص د بل چا مزدوران او اجیران دی او د نورو په اشاره د پيسو په مقابل کی په شعوری توګه د خپلو خادمانو سپکاوی کوی او د پښتنو په جامه کی د پښتنو سر او پښی وهی ځکه هغه کار چی خپل ښه شی کولای پردی یی نشی کولای.
نو په پای کی وایم هر څوک چی څه کار کوی اشتباه ورسره ملکری وی، مونږ انسانان یو د کمزوری نه خالی نه یو  . پدی هیله چی ډیر محترم دوستان او ډیر درانه لیکوالان د داسې لیکنو نه ډډه وکړی!
  خدای مکړه که ګستاخی رانه شوې وي زه معافي غواړم .
په درناوی