منبع : ننګرهار ميديوتيک د رسنيو کور
تېره يکشنبه(د اکتوبر٢٣مه) نيويارک ټايمز خبر خپور کړ، چې د ولسمشر حامد کرزي رئيس عمر داودزى له ايرانه روپۍ اخلي. دا خبره رسنيو ډنډوره کړه او بلاخره وړمه ورځ خپله ولسمشر کرزۍ هم دا ومنله، چې ايران دده دفتر ته کله په کال کې يوځل کله دوه ځله پنځه- شپږ او يا اووه لکه يورو ورکوي، چې دى يې د ځينو مامورينو د معاشونو ترڅنګ په يو شمېر اړتياوو لګوي.
ولسمشر کرزي دا خبره په ډېر ډاډ سره وکړه، چې دې ته ورته مرستې سپينه ماڼۍ او ځينو نور هېوادونه هم ورکوي او په وينا يې چې بيابه هم له ايرانه دارنګ مرستې غواړي.
اوس پوښتنه داده، چې څو مياشتې وړاندې د ولسمشرکرزي او سپينې ماڼۍ ټنډې(وچولي) په دې خبره سره تريو شول، چې ګواکې په افغان دولتي اداره کې بډې اخيستل تر اوجه رسېدلي او شرط په کې داو چې که يې مخه تر ٦ مياشتو ونه نيول شي؛ نو به غرب له افغانستان سره خپله ملګرتيا پرېږدي؛ خو نن چې د ايران لخوا له ارګ سره د پټو مرستو خبره را څرګندېږي او د بډو نوم ورکول کېږي؛ نو ترڅنګ يې ولسمشر کرزى په ښکاره توګه په دارنګ مرستو کې امريکا هم يادوي. ښه! که چېرته د ايران له مرستو سپينه ماڼۍ شک کوي؛ نو بيا خو په کار ده چې خپله دوى هم له داسې شکمنو کړنو لاس واخلي چې د ولسمشرکرزي ټوله اداره پرې نوم بدې کېږي.
اوس د سپينې ماڼۍ اندېښنې ته په کتو که د ايران دا ډول پټې مرستې افغان حکومتي ادارې ته ګټورې نه تمامېږي؛ نو خپله دې امريکا هم مهرباني وکړي، پرځاى ددې چې ارګ سره خپلې ځينې مرستې پټې وساتي ښکاره دې کړي، ترڅو د ولسمشر کرزي اداره د نورو هېوادونو له داډول پټو مرستو اخيستو نه مخ وګرځوي.
ددې چارې زيان:
د نړۍ والو قوانينو له نظره هر سړى کولى شي له بل نه بخشش ترلاسه کړي؛ خو په حکومتوالي کې بيا دا چاره لږ روڼوالى په دې غواړي، چې د يو رئيس جمهور او پاچا ترمنځ توپير هم په همدې کې دى، چې پاچا ولس ته د حساب ورکونې مسووليت نه لري، مګر يو رئيس جمهور چې د ولس لخوا ټاکل شوى وي؛ نو اړينه ده د دارنګه ترلاسه کړيو مرستو د لګښتونو لارې چارې ولس ته وښيي او قانع کوونکى حساب ورکړي.
خو اوس دا معلومه نه ده چې ښاغلي کرزي سره داډول شوې مرستې څومره او په کومو لارو چارو لګول شوي دي؟
بله خبر دا چې که چېرته دارنګه مرستې همداسې خپل سرې او پټې وي؛ نو ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې خپلې ګټې لري، بيابه هڅه کوي، چې دارګ مهم خلک په پيسو واخلي او د ځان په ګټه يې وکاروي.
دغه راز به داکار د ننه په ارګ کې يو ډول بېنظمي او خپلسري رامنځته کړي، يو جګپوړى چارواکى به هڅه کوي، چې له بل نه قوي مرسته کوونکي هېواد سره اړيکي وساتي.
دغه راز به خپله د ولسمشرکرزي اداره لارورکې او پر ځاى ددې چې دولس غم وخوري، د نورو هېوادونو په چوپړ کې به شي.
بله لويه اندېښنه، چې په افغان دولت کې د بډو اخيستو ده، نه به يې يوازې د مخنيوي چارې هېرې شي، بلکې لابه په حکومتي او دولتي ادارو کې چارواکي او مامورين وهڅېږي ترڅو خپل جېبونه تر پخوا په ډاډه زړونو ډک کړي.
نتيجه:
ولسمشر کرزى دې هڅه وکړي، چې ارګ ته دننه د داډول مرستو ورتلو مخه ونيسي او خپلو نژدې همکارانو قيضې(مزي) دې پخپلو لاسونو کې ټينګ کړي. تر څو په يوه او بله نشي. او که چېرته له ارګ سره داسې ناڅرګندې مرستې جاري وي او د لګښت لارې يې هم معلومې نه وي؛ نو نه يوازې دا چې خپل ولس ته به په حساب ورکولو کې پاتې راغلى وي، بلکې يوشمېر نړۍ وال مرسته کوونکي هېوادونه به هم ورسره خپلې اړيکي تتې او بېخونده کړي.