د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وايي د افغانستان سولي ته لا اوږده لاره پاته ده.
نوموړي د برتانيې پارلمان ته د درې مياشتني کار د راپور ورکولو پر مهال وويل د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ تماسونه موجود دي، خو هلته د حکومت پر جوړولو لا تر اوسه هيڅ ډول بحث نه دئ سوئ.
ويليم هېګ وويل اوس لا وختي دئ، چي د دې خبرو د نتيجو په باب فيصله وسي.
نوموړي وويل په افغانستان کي به راتلونکي مياشتي جنګونه نور هم ډېر سي او همدا راز يې وويل چي افغان حکومت د فساد د مخنيوي په باب ځيني ګامونه اوچت کړي دي، خو بايد له فساد سره مبارزه نوره هم جدي کړي.
ويليم هېګ پر داسي مهال د افغان سولي د ځنډ په باره کي خبري کوي چي په وروستيو ورځو کي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دپټو تماسونو د نيولو په باب ډېر خبرونه خپرېږي.