د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي چي راتلونکې اونۍ هندوستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال به لومړۍ شپه د ممبى د تجارتي ښار په تاج محل هوټل کي تېره کړي.
تاج محل هغه هوټل دئ چي دوه کاله دمخه تروريستي حملې پکښي تر سره سوې او شاوخوا ١٦٠ کسان پکښي مړه سوه، چي په لسګونو بهرنيان هم پکښي شامل وو.
د امريکا ولسمشر ويلي له دې کاره يې موخه د ممبى د تروريستي حملو قربانيانو ته درناوى او د هغوى ياد تازه کول دي.