کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه له کرزي څخه د اېرانۍ پيسو سپيناوى غواړي

ولسي جرګه له کرزي څخه د اېرانۍ پيسو سپيناوى غواړي

پرون د چارشنبې په ورځ په ولسي جرګه کي د وکيلانو له خوا پر دې بحث وسو، چي ولسشمر کرزى بايد له اېران څخه د نقدو پيسو د ترلاسه کولو په باب معلومات ورکړي.
د ولسي جرګې ډېرو غړيو نيوکه کوله چي د ولسمشر دغه کار په ملي او نړۍ واله کچه دولت له بې اعتبارۍ سره مخ کړ.
وروسته د ولسي جرګې دوهم مرستيال امان الله پيمان وړانديز وکړ چي د رئيسانو د کمېټې تر بحث وروسته به دغه موضوع د جرګې په اجنډا کي شامله کړي او له ولسمشر کرزي څخه به په دې باب سپيناوى وغواړي.
ولسمشر کرزي دوې ورځي دمخه په يوه خبره غونډه کي د نيويارک ټايمز هغه راپور تائېد کړ چي ويل يې د دفتر رئيس عمر داودزي ته يې اېراني سفير د پيسو ډکه بسته ورکړې وه.
ولسمشر کرزي وويل دغسي پيسې په کال کي يو يا دوه واره چي پنځه، شپږ يا اووه لکه يورو وي د اېران د حکومت له خوا د ولسمشرۍ دفتر ته ورکول کېږي.