کور / تازه خبرونه / کندهار: نامعلومو وسلوالو درې کسان ترور کړي دي

کندهار: نامعلومو وسلوالو درې کسان ترور کړي دي

نن سهار مهال یو تن دحاجی بابی په نوم چی ویل کیږی دکندهار دارغنداب ولسوالی اوسیدونکی او داربکی پولیسو مشر دی، دناپیژاندو وسلوالو له خوا تر برید لاندی راغلی او ټپی سو.
يوه امنتي سرچينه دنوم نه ښودلو په شرط د پيښي پخلی کوی او وايي چي په دريمه ناحيه کي هم يو تن د نامعلومو وسلوالو تر بريد لاندي راغى او ټپي سو .
همدارنګه یاده سرچینه دکندهار ښار په دوهمه ناحیه کی دیوبل تن دټپی کیدو خبره هم کوی او وایی چی دوه واړه ټپیان د کندهار ښاروالى کارکوونکې دى او دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي.

د کندهار ميرويس روغتون يو تن ډاکټر هم د نوم نه ښودلو په شرط وايي چي دری واړه ټپیان روغتون ته ور وړل سوي دي او دا مهال تر درملني لاندي دي .
بل خوا طالب ویاند قاری یوسف احمدی ددری واړو دبریدونو مسئوليت پر غاړه اخلی او وایی چې نن تر غرمی مخکی یې دری تنه په جلا جلا پیښو کی وژلی دي.
د دي پيښو په اړه امنتي چارواکو څه نه دي ويلي .