کور / تازه خبرونه / واتيکان: طارق عزيز مه اعداموئ!

واتيکان: طارق عزيز مه اعداموئ!

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مرکز واتيکان د عراق پر حکومت ږغ کړى، چي د پخواني مرستيال ولسمشر طارق عزيز د اعدام پر حکم له سره غور وکړي.
طارق عزيز چي د صدام حسين د حکومت پر مهال د عراق مرستيال ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير وو، پرون د عراق د ستري محکمې له خوا له څلورو نورو پخوانيو چارواکو سره په اعدام محکوم سو.
په دې چارواکو کي د صدام حسين ناسکه ورو سبعاوي ابراهيم الحسن هم شامل دئ.
له واتيکان څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي که طارق عزيز اعدام نسي، د نوموړي ژوندى پاتېدل په د عراق له امنيت او عدالت سره مرسته وکړي.
طارق عزيز او نور چارواکي د سياسي مخالفانو په وژلو، تښتولو او بېرولو باندي تورن دي.