کور / تازه خبرونه / د يوې مرمۍ د چاودېدو له کبله يو ماشوم ژوبل سو

د يوې مرمۍ د چاودېدو له کبله يو ماشوم ژوبل سو

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د اتمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي يې يو ماشوم په ژوبل حالت کي موندلى . د خبرپاڼي په حواله چي ياد ماشوم د تېر وخت يوه پاته سوې مرمۍ موندلې چي وروسته يې لوبي په کولې چي ورباندي چاودېدلې . د خبرپاڼي په حواله چي ماشوم لس کلن دئ او اوس يې ميرويس روغتون ته د درملني په موخه بېولى .