د لوی او بخښونکي خدای په نامه
د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په مناسبت په کابل کي د ( په مورنۍ ژبه زده کړي د هر چا حق دی ) تر سرليک لاندي غونډي ته د لراوبر افغانستان ويبپاڼي پيغام !
پر دې به نور نه ږغېږو چي په مورنۍ ژبه زده کړه او بيا په ټول ژوند کي په مورنۍ ژبه دژوندچاري مخته بېول د هر انسان طبعي حق دی ، دا خبره لا پخوا په ټوله نړۍ کي منل سوې او عملي سوې ده .
د لراوبر ويبپاني اداره د نننۍ غونډي له مشرتابه او درنو برخه والو څخه هيله کوي چي په دې غونډه کي پر دې ډير بحث وکړي چي په لر او بر افغانستان کي ياني د ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواوو د مېشت اويا مليونه پښتون قام پر روا حقونو چا خېټه اچولې ده چي معصومو بچيو ته يې د هغوی طبعي حق نه ورکول کېږي او پښتون قام بايد ددې حق د ترلاسه کولو لپاره څه وکړي؟
د لراوبر ويبپاڼي اداره د پوهني او لوړو زده کړو وزارتونو له درنو وزيرانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي د هيواد اساسي په پلي کولو کي دي خپل مسوليت ادا کړي او ډير ژر دي د افغانستان غوڅ اکثريت پښتون ولس بچيانو ته دي په ښوونځيو او پوهنتونونو کي د هيواد په لومړۍ ملي او رسمي او دپښتون قام د بچيانو په مورنۍ ژبه د زده کړي اسانتياوي برابري کړي .
موږ دغه ډول د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د افغانستان د پښتني ولايتونو د زده کوونکو ، محصلينو او استادانو له ستونزو او کړاوونو څخه دي ځان خبر کړي او په دې برخه کي ډير ژر عملي ګامونه پورته کړي .
موږ د هيواد په پلازمېنه کي د مورنۍ ژبي په اړه دداسي پرتمي غونډي جوړېدل پر نېک پال نيسو او له خدايه تاسو ښاغليو ته د سترو برياليتوبونو غوښتنونکي يو .
يو مي سوال جواب د قبر په پښتو کړې
يو لحد پر کــــــــــــــــــــــــندهار
عبدالله احسان
د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي چلوونکئ
۲۱ فبروري ۲۰۰۸