کور / تازه خبرونه / کندهار: د طالبانو ځايي قومندان وژل سوئ دئ

کندهار: د طالبانو ځايي قومندان وژل سوئ دئ

د کندهار محلي اداره وايي د دې ولايت په ميانشين ولسوالي کي د طالبانو يو ځايي قومندان له خپلو نورو ملګرو سره يو ځاى وژل سوئ دئ.
د شينهووا آژانس د راپور له مخي وژل سوئ قومندان ملا جمال الدين نومېږي چي د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژل سوئ دئ.
د کندهار چارواکو ملا جمال الدين د طالبانو د مشر ملامحمدعمر نيژدې ملګرى بللى او وايي په ميانشين ولسوالي کي يې پر افغان او ايتلافي ځواکونو په حملو کي لاس درلودى.