کور / تازه خبرونه / ننګرهار: امنيه قومنداني د پاسپورټ پر سر پيسې اخلی

ننګرهار: امنيه قومنداني د پاسپورټ پر سر پيسې اخلی

د ننګرهار يو شمېر استوګن ادعا کوي، چې په امنيه قومندانۍ کې د پاسپورټ اخيستو پر مهال ترې دوه سوه امريکايي ډالره رشوت اخيستل کېږی. د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی ګل اغا وايي ده غوښتل چې خپل ناروغ د درملنې لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته بوځي، خو د څو ورځو پرله پسې منډو رامنډو او واسطو پيدا کولو سره سره هم لا په دې نه توانيدلی، چې پاسپورټ تر لاسه کړي. دی وايي ناروغ ورته له ورپېښ رنځه کړېږي او په پاسپورت مديريت کې ترې دوه سوه امريکايي ډالره رشوت غواړي چې دی يې د ورکړې توان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار پخواني او د کابل اوسني امنيه قومندان محمد ايوب سالنګي هره مياشت د پاسپورټ له مديريت نه د مياشتې اووه زره امريکايي ډالره عوايد تر لاسه کول. که څه هم د ننګرهار په امنيه قومندانۍ ګڼ خلک د رشوت اخيستو تورونه پورې کوي، خو د دې قومندانۍ چارواکي يې نه مني.