کور / راپور / په ميرويس روغتون کي د ١ تعمير ډبره کښېښودل سوه

په ميرويس روغتون کي د ١ تعمير ډبره کښېښودل سوه

د کندهار ولايت په ميرويس روغتون کي ديو نوي تعمير د بنسټ ډبره کښېښودل سوه
هغه مراسم چي په همدې موخه د کندهار ولايت په ميرويس روغتون کي جوړ سوي ول پکښي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، کندهار ښاروال ، د عامي روغتيا رئېس ، په افغانستان کي د ICRC يا نړيوال سره صليب موسيسې عمومي مشر او يو شمير ډاکټرانو ګډون کړى وو.
کندهار والي په ميرويس روغتون کي دنوي تعمير جوړيدنه د د ICRC له خوا ياده کړه او وې ويل چي دا تعمير به د لس ميلونه افغانيو په لګښت چي ٢١ اطاقه به ولري جوړيږي .
دکندهار ولايت دعامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د ICRC موسيسي دا مرسته د ستايلو وړ وبلله او وويل(( ميرويس روغتون د زون په سطحه ترټولو لوى روغتون دى چي هره ورځ زيات شمير ناروغان ورته مراجعه کوي او تاسي ټولو ته معلومه ده چي کندهار ښار او ټول جنوب لوېديځ زون هره ورځ د يوې پيښي شاهد وي نوددې لپاره چي په عاجلو واټونو کي د OPD يا عامو مريضانو شمېر لږ سي نو ځکه ددې تعمير جوړېدني ته زياته اړتيا ليدل کېدله .
په ميروس روغتون کي نوي تعمير به د نهو مياشتو په موده کي ګټي اخستي ته چمتو سي چي هره ورځ به شاوخوا څلور سوه تنه مريضان پکښي تداوي کيږي .