افغان سرپرست کونسل صالح محمد شيرزى تېره ورځ د يو درې کسيز پلاوي په مشرۍ چې په کې په پېښور کې د افغان کډوالو د چارو رييس عبدالحميد احمدزى او دريم سکرتر حسيب نوري شامل و د پېښور د بورډ د تاج آباد د کډوالو د کارډونو د بدلون له مرکز څخه کتنه وکړه او هلته يې اړوندو چارواکو سره د سيټيزن کارډونو د ژر تر ژره د خلاصون او د نورو اړوندو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې. نوموړي په دې اړه رسنيو ته وويل، چې مونږ به د افغان کډوالو له هر ډول ستونزو سره خامخا ځان خبروو او د حل لپاره به يې لارې چارې سنجوو. نوموړي وويل چې په دې اړه د پاکستان له اړوندو چارواکو سره په خبرو بوخت يو، چې افغان کډوالو ته ستونزې ونه زيږول شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه