د کندهار ولايت په درېيمه ناحيه کي شاوخوا يوولس بجې ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو ژوبل کړ . د پيښي د ځاى څخه يو تن عيني شاهد د لراوبر سيميز همکار ته د ټليفون پر کرښه ويلي چي نوموړى همدا شېبه د پيښي د ځاى ځخه د تېرېدو په حال کي و چي دوه پر موټر سيکل سپرو کسانو په يوې هټۍ کي پر يوه کس د توفنچې ټکان وکړل او نوموړى يې ژوبل کړ . د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى او نه هم حکومت تر دې دمه د په دې اړه د کوم کس د نيولو خبر ورکړى دئ .